د سیاستوالو سرګردانه او ګډوډ وضعيت
لیکوال: امین کاوه

د افغانستان سیاستوال ډېر لږ پر ځان نیوکې باور لري. نېږدې ټول سیاستوال، بدمرغي او د سیاست د حوزې ستونزې د نورو په غاړه اچوي. په داسې حال کې چې سیاست د عاقلانه لوبې د ډګر په توګه په حال کې د واقعیتونو لیدل دغه راز راتلونکي ته چمتوالی او له تېر نه زده کړه ده.
هغه سیاستوال چې په حال کې برنامه ریزي ونه شي کړای او د ټولنې د ارزښتونو پر بنسټ رښتیاویونکی تحلیل ونه لري، هوښیار او فرصت پېژندونکی لوبغاړی نه دی. سیاستوال تر دې وړاندې چې «د سیاسي که چېرې کلیمې» په اړه فکر وکړي، لومړی باید د خپل ځان «که چېرې» په اړه فکر وکړي؛ ځکه د نورو «سیاسي که چېرې» د هغوی غیر منطقي او بې ځایه پرېکړې نه شي پټولای.
د افغانستان د سیاستوالو بنسټیزه ستونزه دا ده چې خپله انحصار غوښتنه، تر نورو ځان غوره ګڼل او د ښه ژوندانه غوښتنې ته یې پام نه وي او تل په نورو نیوکې کوي. دغه سیاستوال تل وايي چې که چېرې تېرو چارواکو دا کار نه وای کړی، هېواد به اوس له دا ډول برخلیک سره نه مخ کېده. په داسې حال کې چې ټول سیاستوال، د سیاست په حوزه کې او تر خپل وس پورې، په شته سیاسي وضعیت کې رول درلود او لري یې.
له همدې امله که په سیاست کې د که چېرې کلیمې ته اړتیا وې، لومړی باید د خپل «له که چېرې» یې پیل شي. دا چاره له سیاستوالو سره مرسته کوي چې له ګډوډیو او بې ځایه فکرونو او دغه راز د نورو له نیوکې لاس واخلي او د ستونزو د حل په برخه کې لاس په کار شي او د هغو لپاره برنامې ترلاس لاندې ونیسي خو ددې ترڅنګ باید د نړۍ له لوري د فرصتونو د رامنځته کېدو په تعقیب کې هم واوسي.
بېلابېلې سیاسي ډلې، بېلابېلې که چېرې لري. که په افغانستان کې د مخالفو سیاستوالو غبرګونونو ته پام وشي، هغوی تل وايي چې که د بن په کنفرانس کې تېروتنه نه وای شوې، نن به وضعیت بل ډول و، که پخواني جمهور رییس حامد کرزي، ټولټاکنې مهندسي کړې نه وای، اشرف غني، جمهوري ریاست مقام ته نه رسېده. که ډاکتر عبدالله عبدالله د خلکو له رایو دفاع کړې وای، د ولسواکۍ بهیر به نه ټکنی کېدلای. که ښاغلي غنی د سولې په بهیر کې صادق وای او مشران یې څنډې ته کړي نه وای، طالبان به دا ډول واک ته نه وای رسېدلي. که اشرف غني نه وای تښتېدلای، په یوې شېبه کې به سقوط نه رامنځته کېدلای.
بل لوري ته، د قوم پلویو تکنوکراتانو که چېرې دی چې وايي که حامد کرزي او اشرف غني قومي او سیاسي مشرانو ته باج نه وای ورکړی او له واک او ثروت ته یې د هغوی مخنیوی کړی وای، متمرکز سیاسي نظام به د هېواد په کچه حاکمیت درلودلای.
بل که چېرې هم شته او هغه دا چې که سیاسي او قومي مشران په ټولټاکنو کې د یوبل ترڅنګ ولاړ وای، سیاسي داعیه یې نه وای پلورلې، د ډالرو کڅوړې یې نه وای منلې، د خپلو اولادونو لپاره یې د وزارتونو او سفارتونو خوبونه نه وای لیدلي، په پرېکړه نیونې مرکزونو کې یې معناداره حضور پیدا کړی وای، ایا بیا هم د دې اټکل کېده چې د ډموکراسۍ د له منځه وړلو لامل (اشرف غني) جمهور رییس شي؟ روښانه ده چې دا ډول کړنه حتی د متحده ایالتونو له فشارونو سره سره هم امکان نه درلود.
امریکا پدې پوهېده چې د لږ فشار له لارې کولای شي سیاستوال هیله من کړي او هغوی په ۹۰ دقیقه کې د خپل ملاتړ وړ کس ترڅنګ ودروي. بل لوري ته د هېواد د واک په حوزه کې فعال سیاستوالو که په خپل ذهن کې امریکا داسې نه ګڼلی چې ګواکې هرڅه چې وغواړي ترسره کوي یې، کېدای شي وضعیت نن بل ډول وای. دا چې دغه سیاستوال هوښیار، مبتکر او فعاله لوبغاړي نه وو چې په حال کې پرېکړې وکړي، اوس هم په دې ناروغي اخته دي. د هغوی سیاسي ګډوډۍ به هېڅکله په دا ډول سیاسي کړنو پای ته ونه رسیږي. سمه ده چې په سیاست کې دغه که چېرې انګېرل ډېر اړین دي، خو تر ټولو مهم د پرېکړې نیول، د ټولنې پېژندل، له سیاسي مناسباتو نه سم درک او تحلیل، د بنسټیزې ستونزې موندل او د هغو لپاره د حل لارو د طرحې په لاره اچول دي. سیاستوال دومره د نورو په که چېرې کې ډوب شوي دي چې ګډ که چېرې چې د ملي ګټو او د جمهوریت د نظام ساتنه وه، ترېنه هېر شول، تردې چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي، هم دغو سیاستوالو ته تریخ پیغور ورکړی دی. نوموړي ویلي دي چې د سولې په خبرو اترو کې د جمهوریت د حوزې سیاستوالو ګډه تګلاره نه درلوده او د هغوی بېلابېل لیدلوري ددې لامل شول چې دغه بهیر وځنډیږي.
له شلو مېاشتو وروسته لاهم لیدل کیږي چې له طالب سره د مبارزې لپاره ګډه تګلاره او موخه نده رامنځته شوې. سیاستوال لا هم د خپل ځان د اتلولۍ او د بل د ضد اتلولۍ په فکر کې دي.
د جمهوریت د دورې سیاستوال او خانان باید دغه درک ته رسېدلي وي چې په تېرو دوو لسیزو کې د هغوی سیاستونو « ګټونکی او بایلونکی» نه لري. هغه څوک چې واک یې درلوده او هغه کسان چې د واک ترلاسه کولو لپاره یې هڅه کوله، دواړه بایلونکي دي. نه یوازې سیاست او واک یې بایللي، چې هېواد یې هم بایللی دی او نن ورځ هېوادوال که په هېواد کې دي او که په بهر کې د پردیو په توګه ژوند کوي.له دې وړاندې نباید چې د بایللو-بایللو د فرهنګ په دودولو پسې وګرځو. د ټولنې عیني او څرګند واقعیتونه نباید چې له پام وغورځوو او فرصتونه له لاسه ورکړو. د طالبانو ضد حوزه که د راتلونکي «که چېرې» په اړه فکر ونکړي او د تېر که چېرې په بند کې پاتې شي، راتلونکي کې به له ډېر بد وضعیت سره مخ شي؛ ځکه د تېر که چېرې په بند کې پاتې کېدل سمې پایلې نه لري؛ خو د راتلونکي که چېرې کولای شي په سیاست کې جدي اغېز ولري.
له همدې امله باید په دې اړه فکر وشي چې که د طالبانو حاکمیت دوام ومومي او نړۍ دا ډله په رسمیت وپېژني، وضعیت به څه ډول وي. په دې اړه فکر وشي چې که د فقر او لوږې ناورین او دغه راز په هېواد کې نور شته ناورینونه دوام پیدا کړي، وضعیت به څه ډول وي. په دې اړه باید فکر وشي چې که سیاسي جریانونه د هېواد له شته وضعیت نه د وتلو لپاره یوې هوکړې ته ونه رسېږي، د هغوی اختلافونه او بدبینۍ به هېواد په کوم لوري یوسي. باید فکر وشي چې که خلک بیا هم په سیاست کې ونډه ونه لري، د سیاست ډګر به څومره د خلکو د خوښې وړ وګرځي.