له تېر اسارته د خلاصون لار

د افغانستان د سياسي او ټولنيزو ځواکونو يوه برخه په تېر کې بنده پاتې ده او همالته کولپ شوې ده. له تېر نه موخه هغه نړۍوال پراډایم دی چې د سړې جګړې له امله رامنځته شوی و او ترهغې د مخکې دوو نړۍوالو جګړو د پېښو اغېزې هم پکې و. په دې پراډایم کې نړۍ ته له ایډیالوژیک نظره کتل کېدل او په نړۍواله کچه د هغې دورې اصلي ایډیالوژۍ کلاسیکه کیڼ اړخې ایډیالوژي او لیبرالیزم و او په سیمه ییزه او ځایي کچه مذهبي ایډیالوژۍ وې چې زموږ په سیمه کې یې تر ټولو مهمه د اخوانیزم ایډیالوژي وه. د مقابلې پرمهال، د اخوانېزم ایډیالوژي له کیڼ اړخې ایډیالوژۍ سره د مقابلې لپاره له لېبرالیزم سره په یوه نالیکلي ایتلاف کې یوځای شوه او د اخوانیزم او لېبرال ځواکونو د اړوند شبکو ترمنځ پټه همکاري رامنځته شوه. له کیڼ اړخو نیولې تر ښي اړخو پورې د دغو بهیرونو ځایي نسخې محلي رنګ او خوند درلود او پر ځینو ځایي ستونزو او نیمګړتیاوو متمرکزې وې.
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، کیڼ اړخی بهیر له خپل نړۍوال برمه ولوېد، په ځانګړې توګه کلاسیک کیڼ اړخی بهیر د تاریخ موزیم ته ولېږل شو، نړۍوال پراډایم بدل شو او نورې مقولې لکه بشري حقونه، ډیموکراسي، پایېدونکې پراختیا او داسې نور چورلیزونه پیدا شول. د دغه بدلون په پایله کې زموږ په سیمه کې د یو شمېر ګوندونو او بهیرونو د موجودیت فلسفه پای ته ورسیده او خلقي، پرچمي، اخواني، شعله يي او داسې نور نومونه د تاریخ برخه شول. هغه نسل چې تر هغې وروسته صحنې ته راغی او له نړۍوالو مسایلو سره اشنا شو، د ښارونډۍ د حقونو، دولتي خدمتونو، مدني ټولنې، مسؤول حکومت، متوازن انکشاف، د ښځو د حقونو، د ماشومانو د حقونو، د لږکیو د حقونو، له نشنلیزمه د تېرېدو، نړۍوال کلي، له پولو بهر ټولنو ، ګڼ مليتي شرکتونو، مجازی نړۍ، د ډیجیټل د پېر، مصنوعي ځیرکتیا او داسې نورو مسایلو په اړه فکر کوي. دا مقولې ځکه مهمې دي، چې د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز لري او په اوسني وخت کې د ژوند د کیفیت شاخصونه ګڼل کیږي. د هغو پخوانیو ایډیالوژیو پر خلاف چې د سوسیالیزم د جنت، د اسلام د نړۍوال خلافت او ورته خیالي شعارونو په اړه یې خبرې کولې او د دغو شعارونو تر سیوري لاندې د خلکو د ژوند ورځنی واقعیتونه ورکېدل، پورته یادې شوې مقولې د خلکو د ژوند پر عیني مسایلو تمرکز کوي، چې تر کومه بریده یې خپلې اساسي ازادۍ ترلاسه کړي، حقونه یې خوندي شوي او ژوند یې ښه شوی دی.
په افغانستان کې اوس هم ډېر داسې کسان شته چې د نړۍ له بدلونونو خبر نه دي او د تاریخ تېرو شویو شعارونو په زندانونو کې پراته دي او خلک د اخواني، خلقي، پرچمي، شعله يي او ستمي پر بنسټ وېشي او پر همدې معیارونو قضاوت کوي. په تاریخ کې بندپاتې کېدل د دې لامل شوي چې د توهم او واقعیت ترمنځ پوله له منځه ولاړه شي، د خلکو ورځني دردونه او کړاوونه بې اهمیته شي او د خبرو او تفاهم دروازې تړلې پاتې شي. د دغه بندون دوام او په خبرو کې ناتواني د شخړې او تندخویۍ لپاره لاره هواروي او د ټولنې انرژي پر ویجاړولو او د ځان پر خرابولو لګوي. که غواړو چې د هېواد له اوسني درانه ناورینه د وتلو لاره پرانېستل شي، له زړو دعوو د خلاصون، له پخوانیو پولو د تېرېدو او د خلکو د حقونو او ګټو پر بنسټ د لیکو د بیا تنظیمولو په ګډون باید ډېر کارونه وشي. اړينه نه ده چې نوي نسل د هغو مسايلو پر سر دښمني او جګړه وکړي چې هيڅ ورپورې اړه نه لري او د پخوانيو نسلونو ميراث دي. د پخوانیو میراث د زده کړې او عبرت اخیستو لپاره دی، نه د نه ختمیدونکي جګړو په وسله تون د بدلېدو لپاره. ښه به دا وي چې د تېر تاریخ ټاپي موزیم ته ولیږو او د افغانانو د حقونو او آزادیو پر خوندي کولو کې خپلې هڅې متمرکزې کړو.