په میدان وردګو کې د اوبو د ۵۳ کانالونو پاکولو کار د نړیوال بانک په مالي مرسته پیل شو

۸صبح، میدان وردګ: د نړیوال بانک په مالي مرسته، د میدانوردګو په مرکز او دوو ولسوالیو کې، د اوبو لګولو د ۵۳ کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې او په دغه ولایت کې د څښاک د اوبو دوه شبکې هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په ميدان وردګو کې د طالبانو د کليو پراختيا او بيارغونې رياست د سه شنبې په ورځ ( دغبرګولي به ۴مه) وويل، چې ددغه ولايت په مرکز او جلريز او د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالیو کې د ٢١١ زره ٧٩٩ متره په اوږدوالي د اوبو د کانالونو پاکول پيل شول.
د دې پروژې ټول لګښت، ۵۷ میلیونه افغانیو ته رسېږي چې د نړیوال بانک لخوا ورکول کېږي.
د دې پروژې په پیلېدو سره به ددغو سیمو دوه زره او ۸۳۷ اوسېدونکي، د ۴۰ ورځو لپاره په کار بوخت شي.
بلخوا په پکتيکا ولايت کې د طالبانو د کليو پراختيا او بيارغونې رياست هم وايي، چې د اسيا ټولنيزو خدمتونو نړیوالې موسسې، د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کورنيو لپاره، ٥٠ د استوګنې کورونه جوړ کړي او ددې پروژې لګښت ١١ ميليونه افغانۍ شوی.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د يادو کورونو د جوړېدو چارې په داسې حال کې بشپړې شوې، چې په دغه ولايت کې له خونړۍ زلزلې نږدې يو کال تېر شوى، خو لا هم ګڼې کورنۍ سرپناه نه لري.
د يادونې وړ ده، چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د سلګونو کورنيو د سرپناه، د څښاک اوبو او کرنې په برخه کې ستونزې هوارې شي.
په نږدې دوو کلونو کې د نړیوالو بشردوستانه موسسو په مالي مرسته، لسګونه دا ډول پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.