نړۍ او د طالبانو نړیوال جنایتونه!

لیکوال: سپین ګل

د افغانستان د بلې هرې قضیې په څېر، د طالبانو په بیا واکمنولو کې یو اساسي رول له شک پرته نړیوال اړخ و.

نړیواله ټولنه او په راس کې یې امریکا متحده ایالاتو په دې استخباراتي محاسبه، چې پروني ترهګر طالبان یې د نننۍ ارزانې اجاره‌یي ډلې په توګه، په سیمه کې نیابتي جګړې او استخباراتي پروګرامونه ښه سمبالولی شي، څو کاله پرلپسې د دې ډلې د سپینولو نمایش وړاندې او د سولې په ډراماتیکو تړونونو سره، دغې خونړۍ ډلې ته د افغانستان د سپارلو خطرناکه لوبه او خیانت وکړ.

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو مخکیني استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې یو ځل بیا له دغې ډلې سره دده په محوري رول، د دوحې د سولې معاملې دفاع وکړه او ټينګار یې وکړ، چې طالبان په افغانستان کې د داعش ډلې پر وړاندې، د دوی په استازیتوب ارزانه او موثره جګړه کولای شي.

امریکا متحده ایالاتو، چې د دوحې معاملې لپاره، د همدغه ښاغلي خلیلزاد په وسیله پراخه لابي وکړه، د سیمې هېوادونه یې ورسره همغږي او ددغې معاملې سند یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا باندې تایید کړ، اوس محسوسوي، چې د غلطې محاسبې له مخې یې د دوی په وینا ګواکې د بدل شویو طالبانو! جنایتونو نړیواله بڼه غوره کړې ده.

طالبان، چې له امریکا سره د یادې معاملې له مخې ځان د جګړې او سیاست د دواړو میدانونو ګټونکي بولي او په ډېرې سپین سترګۍ له ټولو شرمونکو کړنو سره، نړۍ د دوی د خیالي شرعي نظام پر وړاندې په بې باکۍ او ظالمانه چلند ملامتوي، اوس ځانته حق ورکوي، چې د ملګرو ملتونو په شان نړیوالو سازمانونو ته هم، چې لا یې دوی په خیرات ساه وباسي، د کار او فعالیت کرښې وکاږي.

تېره اونۍ په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت( یوناما) چارواکو وویل، چې طالبانو په شفاهي ډول د دوی دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتلو بندیز لګولی دی.

له دې بندیز سره، د ملګرو ملتونو څه باندې څلورسوه ښځینه کارکوونکې په افغانستان کې له کار کولو محرومې شوې، چې ورڅخه د ملاتړ په دود د دغه نړیوال سازمان نارینه کارکوونکو هم د کار بندیز اعلان وکړ، چې له دې سره د افغانستان کې د ملګرو ملتو ټول ماموریت ، شاوخوا درنیم‌زره کارکوونکي په کوربند پاتې شول او دغه دفتر په ډله‌ییزه توکه کاري اعتصاب پړاو ته داخل شو.

طالبانو، تر دې مخکې په میلیونونه افغان نجونې او مېرمنې په کورونو کې زنداني کړې او له زده کړو، کار او حتا د پارکونو له ازادې هوا تنفس کولو محرومې کړې وې. پخواني امنیتي ځواکونه او دولتي منسوبین، د دوی د رژیم منتقدان او حتا ملکي او غیر سیاسي خلک یې له کوم دلیل پرته نیولي، وژلي او شکنجه کړي او د یوه نامشروع او مستبد حاکمیت له حاکمولو سره یې د یوه ملت پر برخلیک لوبې کړي دي.

دې ډلې، تراوسه خپل نړیوال لابي ګران او په استخباراتي دلایلو ورڅخه ملاتړ کوونکي په دې محاسبه تېر ویستي وو، چې یا اصلاح کیږي او که اصلاح هم نه شي، جنایتونه به یې تر یوه ملت او هېواده محدود وي.

که څه هم تر دې مخکې دغې ډلې د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال یې د القاعدې ډلې له کوربه توب سره، په نړیواله کچه د جنایتونو تجربه لرله، خو دا ځل ګومان کیده، چې طالبان به د نه اصلاح کیدو په صورت کې د یوه هېواد خلک په ویر کینوي او د خپلو ملاتړو هېوادونو او لابي ګرو سازمانونو ګټې به خوندي کوي.

اوس معلومیږي، چې دغې ډلې ټولې محاسبې غلطې ثابتې کړي او د ملګرو ملتونو په شان نړیوال سازمان حیثیت او اتوریته یې هم ننګولې ده.

دا هغه سازمان دی، چې طالبان پکې له امریکا سره د دوی د سولې معاملې تایید د خپل نړیوال مشروعیت او سپینولو لپاره دلیل راوړي او ادعا کوي، چې په یاد شوي سازمان کې د دوی او امریکا د معاهدې ملاتړ، د دوی د تېرو ټولو جنایتونو د معافیت مانا لري.

له دې سره، طالبانو وښوده چې که د سرطاني ویروس په شان یې ژر د معالجې هڅه ونه شي، دغه ویروس او خطرونه یې د نړۍ ټول وجود ته د سرایت امکان لري.

نړیواله ټولنه، باید نوره ویښه شوې وي او درک کړې یې وي، چې طالب نه د اصلاح وړ دی او نه ورسره د تعامل په نوم شوي نرمښت مثبته پایله ورکړې؛ بلکې لا یې دغې ترهګرې ډلې ته پر نړۍ د کاذبې فتحې غرور ورکړی.

د ملګرو ملتونو سازمان پر حیثیت او اتوریتې د دغې ډلې بلوسه، په واقعیت کې یو نړیوال جنایت دی او لازمه ده، چې دغه سازمان او غړي هېوادونه یې د خطر د یوه زنګ په توګه ورته جدي وي او د حل لارې په فکر کې شي.

ملګري ملتونه، د نړیوالې ټولنې د یوه محوري چتر په توګه، ډېرې لارې چارې لري، چې پر طالبانو د سمبولیکو فشارونو پر ځای، اساسي فشارونه راوړي او دا ډله د معاصرې نړۍ د بشري حقونو د سرغړونکې ډلې او بالقوه خطر زیږونکې ترهګرې ډلې په توګه له خپلو اصولو سره سم منزوي او له سیاسي، روحي او ټولنیزې ماتې سره مخ کړي.

یادونه:

مقاله کې راغلي اندونه او فکرونه، لیکوال پورې اړه لري، ورځپاڼه یې تایید یا رد نه کوي. د نظرخاوندان او شننونکي کولای شي، خپلې لیکنې او مقالې ورځپاڼې ته را واستوي.

اداره

ورته لیکنې

Back to top button