نړۍ نه شي کولای له افغانستان نه د ورپېښېدونکو امنیتي ګواښونو په اړه سترګې پټې کړي

لیکوال: لوک کافی

ژباړونکی: علي سجاد مولایي

سرچینه: عربنیوز 

د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان د څارنې او تحلیلي ټیم وروستی راپور په روانې میاشت کې خپور شو. دا څلوارلسم راپور دی چې له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د دغه بنسټ له لوري خپرېږي چې له ځان سره تریخ واقعیت لري. دغه ۲۷ مخیز راپور، په تفصیل سره په افغانستان کې د طالبانو د بیا راتګ له مودې راهیسې د ودې په حال کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندوي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور د لوستلو پر مهال، لازمه ده په یاد راوړو چې د ټرمپ د دولت او طالبان ترمنځ د ۲۰۲۱ ناوړه تړون د ترهګرۍ په اړه څه ویلي دي. په دې هوکړه لیک کې، طالبانو ژمنه کړې ده چې «د متحده ایالتونو او متحدینو د امنیت د ګواښ لپاره د افغانستان له خاورې به هېڅ ډلې له هغې ډلې القاعدې ته د ګټې اخیستنې په موخه اجازه ورنکړي او مخنیوی به یې کوي.» په افغانستان کې ننی واقعیت د دغه هوکړه لیک له متن سره توپیر لري.

داسې ویل کیږي چې په افغانستان کې ۲۱ بېلابېلې ترهګریزې ډلې په ازاد ډول فعالیت لري. ځیني یې نړۍوالې موخې لري او ځینی یې ډېرې پر سیمې متمرکزې دي. ډیری دغه ډلې د طالبانو له ملاتړ او کوربتوب نه برخمنې دي. دوه خطرناکې ډلې چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې لا هم واکمنې شوې دي، هغه د القاعدې او داعش ډلې دي.

سره له دې د ټرمپ له دولت سره د طالبانو په هوکره لیک کې د القاعدې له نوم نه یادونه نه ده شوې، په افغانستان کې د دغې ډلې د فعالیت نه د مخنیوي لپاره د طالبانو له لوري هېڅ ډول معناداره اقدام نه دی ترسره شوی. په واقعیت کې، دقیقا برعکس دا پېښه رامنځته کېږي. د القاعدې لوړپوړي غړي چې په وروستیو دوو لسیزو کې افغانستان ته نه و راغلي، دا مهال په ازاد ډول افغانستان ته تګ راتګ کوي.

په افغانستان کې د القاعدې بیاځلي حضور هغه مهال نور هم ثابت شو چې د هغوی مشر، ایمن الظواهري، تېرکال دوبي کې په کابل کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو. د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر بنسټ، القاعده «په ډېرې ځېرکتیا هڅه کوي او غواړي چې له افغانستان نه د ایدیولوژیک او لوژستیکي مرکز په توګه د نویو جګړه مارانو د بسیج او ګمارنې او په ورته مهال د بهرنیو عملیاتونو د ترسره کولو لپاره ګټه واخلي» په دې بیانیه کې دغه راز راغلي دي چې «د طالبانو او القاعدې ترمنځ لاهم دوستانه او نېږدې اړیکې شتون لري، تر دې چې القاعده د طالبانو تر مدیریت لاندې افغانستان د خپل ځان لپاره پټنځای بولي.»

دغه ډله تر ډېره د سوېل او ختیځو په ۹ ولایتونو کې فعالیت کوي. د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د القاعدې شاوخوا ۴۰۰ غړي شتون لري چې د کورنیو د غړو او پلویانو سره، د هغوی شمېر ۲۰۰۰ تنو ته رسېږي. یاد راپور دغه راز د القاعدې او ایران ترمنځ جالبو اړیکو ته هم اشاره کوي: «د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې د القاعدې لوړپوړو چارواکو د افغانستان او د ایران د اسلامي جمهوري ترمنځ سفرونه کړي دي.»

بلې ډلې چې د طالبانو له راتګ نه یې ګټه اخیستې ده، داعش ډله ده. دغې ډلې په سوریه او عراق کې د خپل عملیاتي پایګاه له لاسه ورکولو وروسته، افغانستان ته یې د خپل اصلي مرکز په توګه مخه کړې ده. د ملګرو ملتونو د سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د داعش له لوري ترسره شوي عملیاتونه «پېچلي او وژونکي» دي. طالبان د غیرپوځیانو پر وړاندې د داعش د ډیری بریدونو د مخنیوي ځواک نه لري.

همداراز یو زیات شمېر سیمه ییزې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري. پاکستان هم ورته اندېښنې لري چې طالبان د پاکستاني طالبانو د تحریک غړو ته اجازه ورکوي ترڅو په افغانستان کې پټنځایونه ولري.

دې ته په پام چې په سنتي ډول د نړۍوالې ټولنې ډېره پاملرنه له پاکستان سره د افغانستان سوېل پولې ته ده، بله سیمه چې باید هغې ته پام وشي، د افغانستان شمالي پولې دي. د بېلګې په ډول، د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ او د انصارالله ډله، چې د اوزبیکو او تاجیکو له رادیکال غړو نه جوړې دي، هڅه کوي په دوشنبې او تاشکند کې قانوني حکومتونه ونړوي. دواړه ډلې دا مهال په افغانستان کې ډېرې فعالې دي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې وضعیت تیاره او مبهمه دی، نړیواله ټولنه کولای شي د ترهګریزو ګواښونو په اړه درې کارونه ترسره کړي. لومړی، د طالبانو د چارواکو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د سازمان اوسني تحریمونه باید په خپل ځای پاتې شي او له کابل سره تعامل باید په خلاصو سترګو ترسره شي. لږ ترلږه ۱۳ تنه د طالبانو د حکومت غړي د ملګرو ملتونو د سازمان د تحریمونو لاندې دي. طالبان فراملیتي ترهګریزو ډلو لکه القاعدې ته اجازه ورکوي ترڅو د تضمینونو د ورکړې پر خلاف، بیا هم په آزاد ډول افغانستان ته تګ راتګ وکړي.

دغه راز باید د نړۍ په کچه د طالبان حکومت د افغانستان د قانوني دولت په توګه ونه پېژندل شي. د طالبانو په حکومت کې د غیر پښتنو هېڅ ډول معناداره استازیتوب شتون نه لري. دغو شرایطو ته په پام، فکر نه کېږي چې طالبان دې د افغانستان د قانوني حاکمانو په توګه وپېژندل شي. طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي او نړۍواله ټولنه باید هرکار چې کولای شي ددغه امر د مخنیوي لپاره یې ترسره کړي.

دوهم، نړۍواله ټولنه باید غیر افراطي ډلې چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لېوالتیا لري وپېژني او له هغوی سره مرسته وکړي. دا مهال تر ټولو غوره ډله، د افغانستان د ملي مقاومت جبهه ده. دغه جبهه د احمدشاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ، د طالبانو او نور ترهګریزو ډلو لکه القاعدې، داعش او د انصارالله ډلې پر وړاندې یوازینی واقعی مقاومت دی. د ملي مقاومت د جبهې ډیری مشران چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د فاسدې سیاسي ډلې له غړو نه و، ډیری یې په اپوزیسیون کې شتون درلود او کلونه کلونه یې د افغانستان له دولتونو نه د اصلاحاتو غوښتونکي وو. د طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتوالي او د افغانستان د اقتصاد او امنیت د خرابوالي سره سم، کېدای شي د ملی مقاومت د جبهې محبوبیت هم د خلکو ترمنځ زیاد شي.

په ټوله کې، نړۍواله ټولنه باید د سیمې له هېوادونو لکه تاجکستان سره ډېر تعامل ولري. د منځنۍ اسیا د ټولو هېوادونو له ډلې، تاجیکستان پر طالبانو ډېرې نیوکې درلودلې دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې، تاجکستان د طالبانو او القاعدې پر وړاندې له مقاومت نه د ملاتړ په برخه کې مهم رول درلود.

د کابل د سقوط دوکلنۍ ته له نېږدې کېدو سره سم، نړې نباید د افغانستان له غم لړونکي وضعیت نه خپلې سترګې پټې وساتي. پر اوکراین د روسیې برید او په منځني ختیځ کې د ایران د جګړې دوام، د افغانستان هېرول اسانه دي. سربېره پر دې، تاریخ ښيي هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي کولای شي پر نوره نړۍ هم اغېز وکړي.

ورته لیکنې

Back to top button