د خوړو نړیوال سازمان په خوست کې له ۱۶۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړه

۸صبح، خوست: د هېواد په سوېل ختيځ کې، له خوست ولایته ځايي سرچينې وايي، چې د خوراک نړيوال سازمان په دغه ولايت کې له ۱۶۰ کورنيو سره نغدي مرسته کړې ده.

ځايي سرچینو نن چهارشنبه (وري ۱۶)، وويل، چې له دغو کورنيو سره د دغه ولايت په نادرشاکوټ او علي‌شېر ولسواليو کې د کار په بدل کې د خوراکي توکو د پروژې له لارې نغدي مرسته شوې ده.

ویل کیږي، چې د دغو کورنیو غړو له یوې میاشتې راهیسې، پخپلو کلیو کې د اوبو لګولو د کانالونو په پاکولو او د سړک جوړولو په برخه کې کار کړی، چې د نغدو پیسو د ترلاسه کولو مستحقې شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې هرې کورنۍ ته ۷۴۰۰ افغانۍ ویشل شوي دي.

د خوړو په بدل کې د کار پروګرام، د ملګرو ملتونو له هغو پروژو څخه ده، چې اوسمهال د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې پلي کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button