د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستانه د وتلو خبرداری ورکړی

۸صبح، کابل: د خوړو نړۍوال پروګرام له پرله پسې غوښتنو وروسته چې له هېوادونو یې د مرستو غوښتنه کړې، اوس د دغه نړۍوال سازمان چارواکي وايي،که دوی ته کافي بودیجه ورنه کړل شي له افغانستانه به ووځي.

اې بي سي نیوز د یکشنبې ورځ د وږي میاشتې په ۲۶مه د خوړو د نړۍوال پروګرام د اجرایوي مشرې سنډي مک‌کین په حواله راپور ورکړی چې له دې میاشتې وروسته دغه سازمان په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره کافي بودیجه نه لري.

مېرمن مک‌کین له دغې خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د بودیجې له بې ساري کمښت سره مخ دی.

هغې زیاته کړې: «موږ په خپل ۶۰ کلن تاریخ کې د بودجې تر ټولو بد کسر سره مخ یو. موږ په ناهیلي حالت کې یو

د خوړو د نړۍوال پروګرام د اجراییوي مشرې په وینا، د افغانستان ترڅنګ به بنګله دېش، کانګو، هایتي، اردن، فلسطین، جنوبي سوډان، سومالیا او سوریههم د دغه سازمان د بودیجې له کمښت سره مخ شي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام دې چارواکې د اقليمي بدلون او جګړې د دې ادارې د بوديجې د کمښت اصلي لامل وباله.

مېرمن مک کین په افغانستان کې د ښځو پر کار د طالبانو محدودیتونو ته اشاره کړې او ویلي دي چې د خوړو نړۍوال پروګرام له ښځو او ماشومانو سرهزیاته مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې مرستندويه سازمانونو په ځانګړې توګه د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې که د ژمي تر موسم مخکې شاوخوا يوميليارډ ډالره مرسته ونه شي، نو په ميليونونو اړ افغانان به له مرستو بې برخې شي.

د مرستندویه موسسو د اټکل له مخې په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه وګړي د غربت تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ورته لیکنې

Back to top button