د خوړو نړیوال پروګرام په تخار کې له ۲۵۰۰ کورنیو سره مرسته وکړه

۸صبح، تخار: د خوړو نړیوال پروګرام په تخار ولایت کې پر ۲۵۹۳ کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
دغه خوراکي توکي د خوړو د نړيوال پروګرام لخوا د طالبانو د کليو پراختيا رياست په همکارۍ په تخار ولايت کې د چهارشنبې په ورځ د غويي په ۶مه، په اړمنو کورنيو وويشل شول.
ويل کيږي چې په دغو خوراکي توکو کې اوړه، غوړي، دال نخود، مالګه او د ماشومانو لپاره خوراکي توکي شامل وو.
د دغو مرستو لپاره مستحقې کورنۍ هم د راه نوين مؤسسې له لوري په ګوته شوې دي.
تېره اوونۍ هم د خوړو د نړيوال پروګرام لخوا په تخار ولايت کې پر څه باندې دوه زره کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي و، چې طالبان له بشري مرستو ګټه پورته کوي.