په ننګرهار کې له څه باندې ۲۶۰۰ کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام مرسته وکړه

۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې طالبان وایی چې د خوړو نړیوال پروګرام په دغه ولایت کې له ۲۶۰۹ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نن سه شنبې (غویې۵)، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دغه ولايت د هسکې مېنې ولسوالۍ له دغه شمېر کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په مرسته شويو خوراکي توکو کې ٥٠ کيلوګرامه اوړه، ٤.٥ کيلو ګرامه غوړي، ٦ کيلو ګرامه دال، مالګه او د ماشومانو لپاره ځانګړي غذايي مواد شامل دي.

ويل کيږي چې مرسته شوي خوراکي توکي د (اف‌جی‌ای‌) موسسې له خوا په اړو کورنيو وويشل شول.

دا مرستې په داسې حال کې په ننګرهار کې پر اړمنو کورنیو وېشل کېږي، چې په دې وروستیو کې د مرستو رسولو په بهیر کې د طالبانو د لاس وهنې او له مرستندویه موسسو د باج اخیستلو مستند راپورونه خپاره شوي دي.

Back to top button