په بادغیس کې له زرو زیاتو کورنیو سره د خوړو نړیوال پروګرام مرسته وکړه

۸صبح، بادغیس: د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د کلیو پراختیا ریاست وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام په دغه ولایت کې له زرو زیاتو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دغه رياست نن شنبه (د غوایې په ٩مه)، وويل چې د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ كې، پر ۱۳۰۶ اړمنو كورنيو مرستې ووېشل شوې.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، په بادغيس کې د نړيوال خوراکي پروګرام له خوا اړو کسانو ته د خوراکي توکو په مرسته کې ٥٠ کيلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، ٦ کيلو ګرامه دال نخود، ٣٣ پاکټه شيدې او دوه پاکټه د حلوا مخصوص اوړه شامل دي.

هغه کورنۍ چې له دې مرستې څخه برخمنې شوې غواړي په راتلونکي کې هم ورته مرستې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم په تخار ولایت کې د خوړو نړیوال پروګرام له ۲۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

Back to top button