د خوړو نړیوال پروګرام په غزني کې له څه باندې ۱۵۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وکړه

۸صبح، غزني: د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام په دغه ولایت کې له څه باندې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
په غزني کې د طالبانو د کليو پراختيا او بيارغونې رياست نن یکشنبه (د غوایي په ١٧مه)، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه مرستې د دغه ولايت د مالستان ولسوالۍ پر اوسېدونکو وېشل شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له نغدي مرستو څخه ټولټال ۱۵۲۵ کورنیو ګټه پورته کړې او هرې کورنۍ ته ۳۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
ويل کيږي چې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دا دويم ځل دى چې د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي د نړيوالې ټولنې له مرستو برخمنېږي.
تر دې وړاندې په مالستان کې ۱۰۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شوي وو.
د غزني اوسېدونکي، طالبان په دغه ولایت کې د بشري مرستو په وېش کې په سلیقه وي معاملو تورنوي او وايي چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې، څو څو ځلې مرستې وېشل شوې دي.
نغدي پیسې او خوراکي توکي، دا مهال په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره د نړیوالو مرستندویه موسسو مرستې جوړوي.