د خوړو نړیوال پروګرام په فراه کې له نېږدې ۱۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

۸صبح، فراه: د خوړو نړیوال پروګرام په دغه ولایت کې له ۱۶۹۴ اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته وکړه.
په فراه ولایت کې د طالبانو د کلیو پراختیا ریاست د جمعې په ورځ (د غوایي په ۱۵مه) وویل، چې یادې مرستې د شهیدانو سازمان له خوا، د دغه ولایت د پشترود ولسوالۍ پر اړمنو کسانو وویشل شوې.
په مرسته شویو خوراکي توکو کې ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلو دالنخود، مالګه او د ماشومانو لپاره خوراکي مواد شامل وو.
په فراه ولایت کې له اړمنو کورنیو سره د نړیوال خوراکي پروګرام مرسته بېمخینې نه ده. دې موسسې شاوخوا شل ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې له سلګونو اړمنو کورنیو سره، د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د یادولو ده، چې په اوسنیو حالاتو کې د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو دوام، حیاتي بلل شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش تېره اوونۍ، د دوحې په غونډه کې وویل چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې له ستر بشري ناورین سره لاس او ګریوان دی.