۸صبح، کابل: په داسې حال کې، چې د ژمي موسم رانږدې کېږي د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې افغانستان له یوه ستونزمن کال وروسته د قحطۍ له خطر سره مخ دی.
د خوړو نړیوال پروګرام دوشنبه د تلې پر څلورمه په یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان کمزوری شوی او په تېرو ۲۰ کلونو کې د قحطۍ ترټولو جدي خطر د دغه هېواد خلک ګواښي.
د دغه بنسټ په وینا میلیونونه کورنۍ د راروان سخت ژمي د تېرولو لپاره کابو هېڅ ډول لار نه لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کوي، چې په د راروان ژمي په درشل کې له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
دغه خبرداری په داسې حال کې مطرح کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له یوې کلنۍ ولکې سره لوږه او بېوزلي زیاته شوې ده.