آنټونوف شرکت اعلان کړی چې هوډ لري د نړۍ ترټولو لويه مسافر وړونکې الوتکه چې پر اوکراین د روسیې د برید په لومړيو کې ویجاړه شوې، بېرته ورغوي.
سي ان ان شبکې د پنچشنبې پر ورځ، د نوامبر پر ۱۰، د آنټونوف شرکت له قوله رپوټ ورکړی دی، چې د دغې الوتکې د بيارغولو کار له څه مودې راهیسی پېل شوی دی.
آنټونوف شرکت اټکل کړی دی چې د نړۍ د تر ټولو لويې مسافر وړونکې الوتکې پر بيارغاونه، به څه باندې ۵۰۰ ميليونه امريکايي ډالره ولګول شي.
تر دې وړاندې د اوکراين دفاعي شرکت چې د آنټونوف شرکت چارې مدیریت کوي، اعلان کړی و چې د دغې الوتکې بيارغاونه درې ميليارډ ډالره لګښت غواړي او بايد روسيه یې ورکړي.