په افغانستان کې به د ترهګرۍ زخم بیا تازه شي

له طالبانو سره د امریکایانو د خبرو له علني کېدو راهیسې د ترهګرۍ د پراختیا او په یوه داسې جدي ګواښ د بدلېدو خبره کېده، چې له افغانستان او سیمې اخوا ګواښونه رامنځته کړي. په هغو کلونو کې د افغانستان په رسنیو کې د دې خطر د شننې لپاره ډېر ګردي مېزونه، مقالې او مرکې ثبت شوې او په کوڅو او بازارونو کې هم کله ناکله د طالبانو د بیا واکمنېدو د احتمال خبره کېده، خلکو به د راتلونکي تور انځور وړاندې کاوه او ویل به یې چې خطرناکه لوبه په مخکې ده. پر دغې بد بینۍ سربېره، د رسمي بهرنیو او کورنیو کړیو لخوا داسې ډیپلوماتیک پیغامونه استول کېدل، چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې. د ترهګرۍ پر وړاندې یې سر ټيټول د سولې بهیر، د سولې مذاکرات او د وینې تویدنې د پای ته رسولو هڅې بللې. د طالبانو د بدلون، هوکړه لیک، د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د بشري حقونو او ازادیو د تضمین په اړه خبرې کېدې. خو څومره چې د مذاکراتو وروستیو ورځو ته نږدې کېدو، ترهګرۍ ته د افغانستان د سپارلو له ترخه واقعیته پرده پورته کېده او د راتلونکي په تړاو زموږ د هېوادوالو انديښنې زیاتېدې. ځينو شنونکو او بهرنيو بنسټونو هم اندېښنه څرګندوله.خو له طالبانو سره هغه معامله چې د جګپوړو چارواکو لخوا رهبري کېده، د یوه حتمي او نه بدلېدونکي برخلیک په څېر ښکارېده چې چا یې پر وړاندې د درېدو وس نه درلود. د دوحې له هوکړه لیک وروسته نېږدې ټوله ټولنه له نوي وضعیت سره د مقابلې لپاره پر چمتووالي بوخته شوه او نور نو د ترهګرۍ پر وړاندې مقاومت، اعتراض او درېدل اصلي مسأله نه وه. په داسې ډراماتیک ډول د واک سپارل او د خلکو له وېرې سره مله چوپتیا د تیارې خو د ناچارۍ د دورې د راسېدو عمومي خبرتیا وه.
په افغانستان کې خلک د بنسټونو څېړنو او د بهرنیو کارپوهانو شننې ته اړتیا نه لري چې دا ثابته کړي چې هېواد یې د ترهګرۍ پرځاله بدل شوی او خونړی خطرونه د رامنځته کېدو په حال کې دي. د ښوونځیو تړل، د ځانمرګو د روزنې د پروژې دوام، د بهرنیو ترهګرو لېږد، او د مدرسو د جوړولو او د افراطیت د ترویج د مرکزونو د جوړولو چټکتیا د دې لپاره کافي دي، چې پوه شو څه د رامنځته کېدو په حال کې دي. په عین حال کې هره ورځ له افغانستانه بهر هم د خطر زنګونه کړنګول کیږي. ګاونډیان په وېرې او شک سره حالات څاري او متناقض پیغامونه ورکوي. له یوې خوا له طالبانو سره راکړه ورکړه او همکاري کوي او له بلې خوا په افغانستان کې د بېلابېلو راپیدا کېدونکو ګواښونو په اړه اندېښمن دي. په دې وروستیو کې د سوفان مرکز په نامه یوه امریکايي څېړنیز مرکز خبرداری ورکړی چې د ترهګرۍ ګواښ نوې بڼه خپله کړې او په اوکراین کې د قدرتونو د ټکر او د چین او امریکا ترمنځ د سیالۍ د زور اخیستو له امله رامنځته شوې تشه کې افغانستان پر هغه لوري روان دی چې د سپټمبر د ۱۱مې د پېښو یاد تازه کوي.
هغه ترهګریز کړکېچ چې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته افغانستان، منځني ختیځ، اروپا او د نړۍ یو شمېر نورو سیمو ته خپور شو، د هغو هېوادونو د انکار پایله وه چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته یې د افغان مجاهدینو ملاتړ وکړ.هغوی ګواښونه بابېزه ګڼل او د برلین له دیوال پرته د نورو دیوالونو د ړنګولو او د نړۍ د فتحې لپاره یې د سخت دریځو ډلو د پلانونو او هڅو په تړاو خبرداري جدي نه ګڼل.یا ښايي، لکه څنګه چې ځینې بدبین کسان باور لري، دوی په ټوله کې د نويو لوبو د اسانتیا لپاره د تروریزم د زخم چاودلو ته سترګي پرلاره وو. اوس دا زخم یو ځل بیا د تازه کېدو په حال کې دی. په افغانستان کې د څه کم دوه درجنه ترهګرو ډلو راغونډېدل او زموږ هېواد په داسې یوې خاوره بدلول چې تر ټولو خطرناکې ډلې او کسان پکې ازاد فعالیت کوي، نه یوازې دا چې زموږ خلک به قرباني کړي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره به هم ناوړه پایلې ولري.
دا شونې نه ده، چې څوک دې ترهګر په یوه بې وزلي او بې څښتنه هیواد کې د کثافاتو په څېر واچوي او په ډاډه زړه دې کور ته ستون شي. ظاهراً پاکستان هم فکر کوي چې د افغانستان شمال ته د پاکستاني طالبانو د کورنیو په کوچېدو سره به دا خطر لېرې شي. د منځنۍ اسیا هېوادونه، چین او نور هم هیله لري چې د ترهګرۍ کثافات یې په افغانستان کې ښخ شي، داسې به ونه شي. دلته به ترهګر سره یوځای شي، انګېزه به پیدا کړي، وبه روزل شي او د جهادي «ماموریت» لپاره به تیت او پرک شي.