د بدخشان یو شمېر ځوانانو له ناروغانو د ملاتړ لپاره د وینې ورکولو کمپاین پیل کړ. دغه کمپاین د بدخشان په ولایتي روغتون کې د دوو ورځو لپاره رامنځته شوی و. د دغه پروګرام رامنځته کوونکو د وینې ورکوونکو ګډون د رضایت وړ بللی دی. د هغوی په وینا، په دغه کمپاین کې ډېرو ښځو او نارینه وو ګډون وکړ او په دې روغتون کې یې له اړمنو ناروغانو سره د وینې په ورکولو مرسته وکړه. بدخشان کې د وینې راټولولو کمپاین رامنځته کوونکو ویلي چې ډېری دغه ناروغان د اقتصادي ستونزو او د وینې بانک ته د نه لاسرسي له امله، په ډېری مواردو کې له مرګ سره لاس او ګریوان دي او دغې اړتیا دوی اړ کړل چې دا کمپاین پیل کړي.
د دغه بهیر یوه په لار اچوونکې، ګیتي فرح ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «دغه پروګرام د خردباوران ټولنیز ـ فرهنګي بنسټ غړو له خوا د دوو ورځو لپاره رامنځته شوی و چې ۲۵ پاینټ (۱۲۵۰۰ سي سي) وینه پکې ترلاسه شوه.»
هغه په دې بهیر کې وینې ورکولو ته د لېوالو کسانو شمېر زیات ګڼي خو جوتوي چې روغتون تر دې د ډېرې وینې د ساتلو ظرفیت نه لري. ګیتي زیاتوي: «هغه کسان چې وینه نه ده ترې اخیستل شوې، د مرسته کوونکو په نوملړ کې ثبت شوي او هرکله چې وینې ته اړتیا وي هغوی حاضر دي چې روغتون ته راشي او ناروغانو ته وینه وکړي.»
هغه په دې کمپاین کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو شتون د ستایلو وړ بولي او ټینګار کوي چې نجونې د نورو ستونزو سره سره حاضرې شوې چې وینه ورکړي. د وینې ورکولو کمپاین دغه غړې وایي چې هغوی ښځې په یوه نوملړ کې ثبت کړې دي ترڅو وینې ته د اړتیا پرمهال وینه ورکړي. د فرح له نظره نارینه زیات وو او د ښځو د وینې اخیستو ته اړتیا نه وه.
ګیتي فرح په دوام کې وایي چې د نورو ټولنیزو پروګرامونو لپاره نور مرستندویه بنسټونه هم مرسته کوي خو په دې برخه کې کمه پاملرنه شوې ده. له همدې امله، هغوی د دې تشې د ډکولو او د هغو بېوزلو ناروغانو لپاره چې په بېړني وضعیت کې د وینې پېرلو وس نه لري د وینې راټولولو کمپاین پيل کړی و؛ ځکه د هغې په باور بدخشان کې د خصوصي روغتونونو شمېر ډېر کم دی او له بل لوري خلک د دغو رغتونونو وس نه لري.
د دغه کمپاین غړي وایي، له دې چې توانېدلی د ناروغانو په ځانګړې توګه هغو مېرمنو ته چې د زېږون پرمهال وینې ته سخته اړتیا لري په پوره کچه وینه برابره کړي، خوښ دي او د اړتیا په صورت کې یو شمېر نور هم حاضر دي چې ناروغانو ته وینه ورکړي.
مرسته کوونکو هم له دغه کمپاین څخه هرکلی کړی او د مهربانۍ د پیاوړي کولو په برخه کې د ټولنیزو بنسټونو د همکارۍ زیاتېدو غوښتنه یې کړې ده. د هغوی په وینا دا شان پروګرامونه کولای شي په اسني کړکېچن او ناهیلي کوونکي وضعیت کې د خلکو په زړونو کې هیلې را ژوندۍ کړي او اجازه ورنه کړي چې ناهیلي د خلکو پر ژوند دایمي تیاره واچوي.
په همدې حال کې د بدخشان مدني فعالانو او یو شمېر نورو ځوانانو په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه توګه له دغه بهیر څخه ملاتړ کړی او خلک یې د وینې ورکولو ته هڅولي دي.
جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د انساني او اقتصادي ناورین پر زیاتېدو سربېره، د هېواد روغتیایي سیستم هم د نړیوالې ټولنې د مالي مرستو د پرې کېدو له امله، له سختو ستونزو سره مخ شوی دی. د نړیوالو روغتیایي بنسټونو د ګڼو راپورونو له مخې، افغانستان اوسمهال په نړۍ کې ترټولو ناوړه روغتیایي سیستم لري. تر دې مخکې د ژغورنې نړیوال سازمان راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۲ تر اپریل میاشتې پورې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې دوه زره روغتیایي مرکزونه د درملو او تجهیزاتو د کموالي له امله تړل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ او د مالي مرستو له پرې کېدو راهیسې په ولسوالیو کې د کوچنیو روغتیایي مرکزونو پر تړل کېدو سربېره، هېواد کې ډېری ولایتي روغتونونه د درملو او روغتیایي امکاناتو له کموالي سره مخ دي او ناروغ لرونکو څو ځله په دغو روغتونونو کې له ناوړه وضعیته شکایت کړی دی.