تیوکراتیک نظامونه او نړۍ ته يې ګواښ

لیکنه:اتل سالار هاشمي

نظامونه پر مذهبي و نامذهبي سره وېشل بدې پایلې لري. ولې نشي کېدای، چې نظامونه پر مذهبي او نامذهبي سره ووېشل شي؟ ځکه شونې نه ده، چې له لویه سره، نظام د مذهب له چوکاټه بهر پديده ده. یوازې ګوتو په شمار اصول اسلام کې داسې دي، چې د خپل عمومیت له مخې د نظام پر قوانینو هم د تطبیق وړ دي؛ لکه د مشورې اصل، د عدالت اصل، د اهلیت اصل… یو څو مجرمانو ته له خپلو بیان شویو شرایطو سره سم د سزا اصل، له ښېګڼو سره مرسته او له بد ګڼو څخه د منعې اصل!

یوازې همدا یو څو اصول دي، چې د خپل عموميت له مخې، د نظام پر قوانینو باندې سیوری اچولای شي. له دې پرته د نظام په برخه کې خورا ډېر مسایل او قوانین دي، چې نه اسلام ورسره کار لري او نه يې د هغو مسئلو حل وړاندې کړی دی. هغه د انساني ټولنې خپلې پيدا کړې مسئلې دي او باید حل هم خپله د ټولنې له حالاتو سره سم ورته وړاندې کړي.

دا یو واقعیت دی، که يې څوک مني نو ښه؛ خو که يې نه مني، هغوی به یو وخت حالات او وخت خامخا دې ته اړ کړي، چې دا حقیقت ومني! حقایق په دې سره نه ورکېږي، چې څوک ځنې منکر شي؛ بلکې تاریخ راته وايي چې هر چا حقایق نه دي منلي، هغه د تاریخ برخه شوي دي او فزیکي وجود ته يې خپله خاتمه ورکړې ده. نو زموږ د خلکو خپله خوښه ده، د تاریخ برخه ګرځېدل يې خوښ دي؛ که نه د عینیت په نړۍ کې عيني وجود غواړي ولري!!!

راځم دې ته چې اوسنۍ معاصرې متمدنې نړۍ ته تیوکراتیک نظامونه څومره ګواښ را منځته کولای شي؟

په اصل کې هر نظرتنګي وګړی د انسانیت لپاره خطر دی، له دې سره که بیا مذهبي نظر تنګ شي، دا نو په سمدم ناسور بدلېږي.

هغه څوک چې له فردي ژونده بیا تر اجتماعي، د ژوند ټول بهیر ته د مذهب له عینکو ورګوري، دوی فکر کوي چې له موږ ماسیوا نور خلک ټول ګمراهان دي، نظامونه يې کفري دي او باید ونړول شي.

هغه څوک چې د دوی له نظامه ماسیوا په بل نظام کې کار کوي، د بل نظام په قانون فیصلې کوي، هغه کس هم ورته کافر او مرتد معلومېږي! ځکه فکر کوي چې بغیر ما انزل الله يې پرېکړې کړې دي، د طاغوت په نظام کې يې کار کړی دی، له دې امله د خدای په لعنت اخته دی! نو بیا یې که د طاغوت د یوه ملاتړي په توګه که يې ونه وژني، په سپک نظر خامخا ورته ګوري، بد يې ایسي او تل يې د تذلیل او تحقیر فکر ورسره وي.

له دې کسانو سره د کفر او شرک دومره پرېمانه ټاپې شته، چې هيڅ ختمېدل نه لري! ښایي ګوتو په شمار څو کسه- هغه هم ښايي!- له دې ټاپو خوندي پاته شي! که نه هر کس و ناکس يې ددې حق ځان ته ورکوي، چې له دوی ماسیوا پر نورو ټاپه ولګوي، او د هغه مال او وینه ځانته حلاله کړي.

یوه تر ټوله خطرناکه حربه چې د تیوکراتیک نظام خاوندان يې د نورو په مقابل کې کاروي او تر اوسه بیخي ورته فوق العاده ګټوره ثابته شوې ده، هغه د الهي دین  په نوم ځانته ګڼدلي مقدس پوښ دی، چې دوی یې د هرهغه چا پرضد کاروي، چې خوښ یې نه شي! دوی د خپل واک په لار کې هر خنډ د همدې حربې په کارولو ایسته کوي، هر وخت چې له قدرته لوېدلي دي، هم يې په دې نوم بېرته د نیولو هڅه کړې ده او چې کله په واک کې وي، بیا يې د هر مخالف ځواک پر ضد له همدې نومه ګټه اخیستې ده.

دا فکر د ساري ناروغۍ په شان خپرېږي، هيڅ ډول حدود، ځای، وخت، ټولنه، محیط، خلک، رنګ، قوم، ژبه، سمت، جغرافیه او مذهب نه پېژني؛ بلکې دغه فکر پر ټولو لوړ دی، تر هرڅه مقدس دی، پر هر شي وړاندې دی، تر بل هر شي د لومړیتوب لپاره توجیهاتې لري! دوی خلکو ته داسې انګېرنه ورکوي چې ژوند هم دغه نظام دی او مرګ هم دغه نظام دی، له دې پرته نه ژوند معنا لري او نه  هم مرګ!

له دې امله چې هر ځای یوه ډله د دې لپاره لاس په کار شوې ده، بلې ډلې يې د نړۍ له بله ګوټه هر کلی کړی دی! زموږ هیواد کې د جمهوري نظام د سقوط هر کلی، د نړۍ په لر و بر کې، ډېرو ترهګرو ډلو ځکه وکړ، چې هغوی پخپله سیمه کې د همدغه ډول یوه خیالي اسلامي نظام د جوړولو لپاره مبارزه کوي.

په هیواد کې د طالباني نظام راتګ ښايي د نړۍ په هر کونج کې نورو اسلامکارو ډلو ته دا فکر نور هم ور تاند کړی وي، چې که له افغانستان څخه امریکا وځي او طالب يې پر ځای -د دوی په اند اسلامي نظام جوړلای شي، نو دا نور هیوادونه به دوی پخپله اوږده مبارزه دې ته اړ نه کړي، چې سیمه د اسلامي نظام لپاره تخلیه کړي او دوی وتښتي؟

دا اوس په پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان، د همدې لپاره مبارزه کوي، چې که امریکا ماتېږي، نو ایا پاکستانی پوځ نه ماتېږي؟ له دې امله يې خپلو بریدونو کې زیاتوب راوستی دی. پاکستان دومره افراطي فکره طالبان او مذهبي کسان لري که یو ځل دغه هیواد سره وجړپېده، د واک منګولې يې سستې شوې، نو د وینو هغه سیندونه به وبهېږي، چې څوک به يې نن تصور نه شي کولای.

د اسلامي تاریخ ټول کتابونه، چې وکتل شي، نو دا راته وايي چې د اسلامي نظام مدعیانو هر وخت د خپل واک لپاره د ماڼۍ خاوره، د خلکو په وینو خیشته کړې ده! د هغې د پياوتیا او قوت لپاره يې د انسانانو له هډونو نه دیوالونه جوړ کړي دي، د ودانۍ پر سر يې د خپلو مخالفانو د سرونو مینارونه-په اصطلاح د نورو د عبرت لپاره- کتار کړي دي!

دا اوس هم کټ مټ دغه لوبه روان ده. او تر پخوا په ډېر وحشت او دهشت د انسانیت وینه، د همدې یوه نامه لپاره بهېږي، انسانیت دردېږي، وطنونه ورانېږي، انساني تهذیب او تمدن زخمي کېږي او د خدای دین د هغو کسانو په لاس بدنامېږي، چې تر بل هر چا يې ډېره د خوندیتوب، دفاع، نفاذ او ملاتړ دعوه لري!

اوس چې نړۍ د یوه کلي په شان شوې ده. هره ناره له یوه سره تر بله ازانګه په کې کوي، هر اواز د خپل ځان لپاره مخاطبین پيدا کوي، د خپرولو لپاره يې ګڼ وسایل موجود دي. نو په دې معاصره نړۍ کې د تیوکراتیک نظام نظریه، ډېره خطرناکه هم ثابتېدلای شي! دا نظریه دومره خطرناکه ده؛ لکه نړۍ کې د انسانیت لپاره هستوي وسلې.

که د همدې نظريې پلویانو ته هر ډول سختې وسلې په لاس ور شي، نو له خپلو هم‌فکره‌کسانو ماسیوا به د نړۍ پر نورو انسانانو  هيڅ ډول رحم ونه کړي! دوی د خپلو اهدافو په لار کې هر پراته خنډ ته د دښمن په سترګه ګوري او له منځه وړل يې د دنیا او اخرت بریا بولي! دوی د خپل خدای خوشحالي په وژنو، لوټنو، وحشتونو، وینې تویولو او قتلونو کې غواړي، حتا حیوانان يې هم له شره خوندي نه دي! دوی خپل خدای د حیوان په وژلو هم خوشاله کوي، نیکۍ ځنې غواړي او دا کار په ډېر ویاړ بیانوي هم.

دغه ډول خلکو ته که د نظام واګې په لاس ورشي، د خپل ملت او نورو ملتونو لپاره به يې پيغام څه وي؟ دوی که هیواد کې د اوده مهال لپاره په قدرت کې پاته شي، نو زموږ له اینده نسل څخه به څه شی جوړ کړي او نړۍ ته به څه صادروي!؟ دا اوس د همدې فکر د عامولو لپاره هیواد کې ګڼې مدرسې جوړېږي او پرلپسې د مکاتبو ودانۍ، د مدرسو لپاره تخلیه کېږي.

که طالبان په همدغه فکر د اوږده وخت لپاره واک کې ومنل شي؛ نو نه یوازې د سیمې هیوادونو ته به سخت سرخوږی را منځته کړي؛ بلکې نړۍ به يې له شر او ضرره خوندي پاته نه شي! لکه تېر ځل چې يې تر لاس لاندې ترهګرو، د نړۍ په بل کونج کې حملې وکړې، زرګونه بې‌ګناه کسان يې ووژل، دا ځل به هم دغه ډول زرګونه کسان د نړۍ په لر او بر کې، د هر ملت، هیواد او نظام لپاره د خطر زنګ شي!

زموږ ملت، سیمه ییزو هیوادونو او نړۍ ته په کار ده چې پر دغه اړخ يې فکر وکړي!

ورته لیکنې

Back to top button