په هېواد کې څه د پاسه نهه زره د چرګانـو فارمـونه فعالیت لـري

م. ظ. صمیم

د کرنې او مالدارۍ وزارت د اعلان له مخې، په ټول هېواد کې د چرګانو نهه زره او ۲۴۷ لوی او کوچني فارمونه فعالیت لري. په دغو فارمونو کې د هګیو او غوښو چرګان روزل کېږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د احصایې او مالوماتو ریاست د شمېرو پر بنسټ، په دغو فارمونو کې درې زره او ۵۲۰ د هګیو د چرګانو فارمونه، پنځه زره او ۷۲۳ د غوښې د چرګانو فارمونه او څلور د تکثري چرګانو فارمونه شامل دي.
د کرنې وزارت ویلي چې کابل د دوه زره او ۷۳ فارمونو په لرلو سره، د هګیو چرګانو د روزنې ډېر فارمونه لري. له کابل وروسته پکتیا، لوګر او هرات هم زیات شمېر د هګیو د چرګانو فارمونه لري.
د کرنې وزارت د اعلان له مخې، د غوښې چرګانو ډېر فارمونه په کندهار ولایت کې دی چې شمېر یې ۱۱۰۰ ته رسېږي.
د کرنې وزارت وايي چې په ننګرهار، فاریاب، بلخ، فراه، هرات او لغمان ولایتونو کې هم د غوښې د چرګانو فارمونه شته. د تکثیري چرګانو د روزنې فارمونه د ګوتو په شمېر دي او په کندهار او بلخ ولایتونو کې څلور دا ډول فارمونه فعال دي.
د کرنې وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په تېر هجري لمریز کال کې د چرګانو غوښتې د تولید کچه، ۲۶۱ زره او ۴۸ ټنو ته رسېدلې او زیات شمېر دغه چرګان په کابل، هرات، ننګرهار، تخار، کندهار، بلخ، هلمند او فراه ولایتونو کې تولید شوي دي.
کابل د ۴۷ زره او ۱۱۰ ټنو په تولید سره د چرګانو غوښې د تولیدوونکو په سر کې دی.
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې افغانستان د چرګانو د روزنې په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی او په اوسني وخت کې د هېواد په کچه د چرګانو غوښې د تولید ظرفیت په کال کې څه د پاسه ۲۶۰ زره ټنو ته رسېږي.

ورته لیکنې

Back to top button