د پکتیا په ډنډپټان کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته روانه ده

۸صبح، کابل: سرچینې وایي، چې له څو ساعتونه راهیسې د پکتیا په ډنډپټان سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

سرچینې زیاتوي، چې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه یکشنبه د لړم پر ۲۹ د ماسپښين د ۱:۳۰ بجو شاوخوا پیل شوې او څو ساعتونه کېږي چې دوام لري.

ویل کېږي، چې د نښتې دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو کار اخلي.

د دغې پېښې د احتمالي تلفاتو په اړه تر اوسه د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته کوم راپور نه دی رسېدلی.

د ویلو ده، چې له یوې مودې راهیسې د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ وخت ناوخت نښتې دوام لري.

ورته لیکنې

Back to top button