په نیمروز کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې

۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې ددغه ولایت په سرحدي سیمو کې، د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه نښته نن شنبه (د غبرګولي په ۶ مه) د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په (مککي) سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې په وینا، جګړه لا هم روانه ده؛ خو لامل یې لا څرګند نه دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او د ایران د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ تر دې مخکې هم وسله والې نښتې شوې دي.
په وروستي ځل، د یکشنبې په ورځ (د غوایي په ۲۴مه) هم په سرحدي سیمو کې د طالبانو او ایراني پوله ساتو ترمنځ نښته شوې وه.
په هغه جګړه کې یو ایراني پوله ساتونکی او یو ملکي وګړی وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی و.