زموږ ګران هېواد افغانستان د تاریخ سختې شپې او ورځې سبا کوي او ترټولو زیاته قرباني یې درېيم لوری ورکوي.
درېیم لوری له جګړې، لوږې، بېعدالتۍ او بېځایه زور ازموینې، له امله له پښوغورځېدلی او ګڼې چې یوازې د دعاوو لار ورپاتې ده، چې ژوند و تقدیر یې ور بدل کړي.
دریم لوری د افغانستان د نفوسو هغه برخه ده، چې د ټول نفوس له ۹۰ تر ۹۵ سلنه تشکیلوي. درېیم لوری هغه خلک دي، چې د دولت له لوري امکانات او لاسنيوی ورته خوب ښکاري، درېیم لوری د ټولنې هغه برخه جوړوي، چې په پوهنتونونو، مدرسو، ودونو، ختمونو او مکتبونه کې په رڼا ورځ د انتحاري، ړندو بمباریو، چاپو او بې هدفو او ړندو مرميو له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
درېیم لوری د افغانستان هغه بېوزله خلک دي، چې د یوې نمړۍ ډوډۍ یا حلال رزق د ګټلو لپاره په ښارونو کې په لاس کې سودا پلوري او د حلالې روزۍ د ترلاسه کولو په خاطر بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي ډول سفرونه کوي او هلته د سر په بیه مزدورۍ کوي، کوم څوک چې بياځلې روغ او جوړ کور ته راستنېږي هغوی یې بختور ګڼل کېږي.
درېیم لوری د افغانستان هغه وګړې دي، چې دلته په هېواد کې یې پانګونه کړې او خلکو ته یې دندې پیدا کړې او په ستونزمنو حالاتو کې د خپلو خلکو لاسنيوی کوي.
درېیم لوری د افغانستان هغه مامورین، استادان، ډاکټران او دې ته ورته نور خلک دي، چې په ډېرو ناچیزه امکاناتو د خپل افغاني او اسلامي غرور درلودلو په خاطر، د هېوادوالو خدمت کوي.
درېیم لوری د افغانستان هغه خلک دي، چې وطن ورته د کور حیثيت لري او د هېواد د عامه تاسیساتو ورانول، د ملي ارزښتونو له منځه وړل او نا امني یې ځوروي.
درېیم لوری ددې هېواد هغه وطنوال دي، چې له هېواد سره رښتینې مینه لري؛ خو داسې ګڼې، چې له لاسه یې څه نه کېږي!
درېیم لوری د وطن هغه مطلق اکثریت اوسیدونکي دي، چې د روانې جګړې له امله ځاني او مالي قرباني ورکوي او هیلی يې ژوندی ساتلې چې په تورې تیارې پسې رڼا راځۍ.
درېیم لوری ددې وطن هغه برخه ده، چې د نړیوالو میلیاردونه ډالره مرسته تر دوی نه رسېږي. ډېری وخت مرستې د ارګ په شاوخوا کې ختمې شي، چې لږ شفافیت ورزیات شي یادې مرستې د ولایتونو او ولسوالیو تر ودانیو ورسېږي او هلته دفن شي او آن درېیم لوري ته لاسنیوی تعجب ښکاري.
درېیم لوری د افغانستان هغه ډاکټران، ملا امامان او استادان دي چې هېوادوالو ته د زړه له تله کار کوي، په ملي او اسلامي روحیه یې روزي او د دنیا او آخرت لارښوونې ورته کوي خو پر دې سربېره بيا هم وژل کیږي.
درېيم لوری د افغانستان هغه په وطن مین امنیتي ځواکونه دي چې د ډېرو کمو پيسو په مقابل کې خپل سرونه له وطنه قربانوي او کورنۍ یې بیا بېګا ته د خوړلو لپاره څه نه لري.
د درېیم لوري قربانۍ خلاصون نه لري. په لنډ ډول وایم چې درېیم لوری هغه مطلق اکثریت دی، چې د قانون پلي کول یې خپل دین ګڼلی دی. د وطن او خلکو غم یې هره ورځ د زړه وینې خوري. د سولې لپاره د خپل سره قربانې ته چمتو دي.
د درېيم لوري غوښتنې
د درېيم لوري سترې غوښتنې په ګران هېواد افغانستان کې- د تل لپاره- د جګړې ختمول، په ټولو یو شان د قانون پلي کول، د وګړو ترمنځ توپیري چلند له منځه وړل…په دولت کې د فساد له منځه وړل، غاصبین، غله، قاچاقبران او د عامه نظم اخلالوونکي د قانون منګلو ته سپارل دي.
د درېیم لوري لخوا پيشنهادي حل لارې
درېیم لوری وایي، په افغانستان کې یادې ستونزې هغه وخت له منځه ځې، چې د افغانستان ټول وګړي ژبني، سمتي او مذهبي تعصبونه لرې کړي او د هېواد د ساتلو په موخه یو غږ شي.
درېیم لوری هغه وخت خپلو موخو ته رسېږي چې ټول تر یو چترلاندې راټول شي، په افغانستان کې حقیقی سوله (داسې سوله، چې هر افغان وګړی خپل سر، فکر او مال خوندي احساس کړي) سره کرښه وټاکي او په ټول هېواد کې سرتاسري ټاکنې وکړي.
درېیم لوری هغه وخت د دې ملک چارې په لاس کې اخستلای شي، چې د بهرنیو ملکونو جاسوسانو ته د ټاکنو له لارې او د خلکو په ملاتړ په مخ کلکه څپېړه ورکړل شي.
درېیم لوری د دې وطن هغه اصلي اوسېدونکې دي. چې په ښو او بدو شرایطو کې د خپلو کورنیو ترڅنګ په افغانستان کې پاتې شوي دي.
نن ورځ چې هر افغان سهار له کوره راوځي او ماښام بېرته کورته روغ ستنېږي، دوی یې معجزه ګڼي.
دا پورته خبرې د یو افغان د زړه راز دی چې، له جګړې او بېعدالتۍ څخه ځورېږي او په هېواد کې تلپاتې سوله او ورورګلوي غواړي.
الله تعالی (ج) دې افغانستان د ورورګلوۍ، امن او سولې کور کړي! آمين