په لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شول

۸صبح، لغمان: طالبان په لغمان کې د یوې ترافیکې پېښې خبر ورکوي.
په لغمان کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر ویلي چې دا پېښه یکشنبې د مرغومي په ۱۱مه مازدیګر مهال د دې ولایت د دولت شاه ولسوالۍ اړوند کشلام سیمه کې د صرف ډوله موټر د چپه کېدو له امله شوې ده.
په لغمان کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر د مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون دیارلس تنه ټپیان شوي دي.
دولت شاه د لغمان ولایت یوه لیرې پرته ولسوالي ده چې سختې لارې لري.
په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.