د ملي روغې جوړې عالي شورا ته د سولې دېرش طرحې سپارل شوې دي
م. ظ. صمیم

د محمد یونس قانوني په مشرۍ د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې د سولې طرحې د مسودې د برابرولو کمیټې، د وري په ۱۵مه نېټه ناسته ترسره کړه.
دغه کمیټه د سولې وړاندې شوې طرحې توحید یا منسجمې کوي، تراوسه ۲۵ سیاسي ګوندونو او د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې غړو خپلې طرحې وړاندې کړې دي.
سپېدار اعلان کړی چې د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې د سولې طرحې د مسودې د برابرولو کمیټې د سیاسي ګوندونو، د ملي روغې جوړې د عالي شورا د غړو او هېوادوالو د نظریاتو او لیدتوګو پر راټولولو او سمون کار کړی دی.
د سپېدار د اعلان له مخې، په دغه ناسته کې د وړاندې شویو نظریاتو پر سمون او برابرولو بحث وشو او د نظریاتو تر سمون او د ملي روغې جوړې د عالي شورا د مشرتابه کمیټې ته تر وړاندې کولو پورې به ددغې کمیټې ناستې روانې وي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې ټاکل شوې د افغانستان اسلامي جمهوریت په یوې واحدې طرحې سره د ترکیې د سولې په غونډه کې ګډون وکړي.
د سپېدار په وینا، اوربند او د جګړې دایمي او بشپړ درول، د بشري حقونو او د وګړو اساسي حقوقي ارزښتونه، په واک کې عادلانه ګډون او د سیاسي نظام جوړښت ددغې طرحې مهم موردونه دي.
دا په داسې حال کې دي چې د جمهوریت په لوري کې بېلابېلې طرحې د ترکیې ناستې د ملاتړو او جوړوونکو د اندېښې لامل شوې دي.