د غني له وتلو درې نیمې میاشتې وروسته؛ د طالبانو «پټو» مامورینو کابل له دننه پرځولی وو

راپور: الیاس طاهري

د پخواني ولسمشر اشرف غني له وتلو درې نیمې میاشتې وروسته امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې کابل او د افغانستان نور ښارونه د طالبانو د پټو او نفوذي کسانو له لوري له دننه نیول شوي وه.

پخواني ولسمشر له نن څخه درې نیمې میاشتې وړاندې د زمري پر څلورویشتمه کابل پرېښود او د نوموړي له وتلو سره هممهاله د کابل په ګډون ټول ولایتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلل.

د وال ستریت ژورنال د راپور له مخې د طالبانو پټو مامورینو پتلونونه اغوستلي و، سپورټي لمریزې چشمې یې پر سترګو کړې وې او ږیرې یې خرېیلې وې او په ښارونو په ځانګړې توګه کابل کې ځای پر ځای شوي وو. دغه راز راپور کې راغلي، طالبانو سره تړلي مامورین، له کلونو راهیسې په وزارتونو، پوهنتونونو، شرکتونو او د افغانستان پخواني حکومت مرستندویه سازمانونو کې نفوذ لاره.

د دغه راپور له مخې، کله چې اګست میاشت کې امریکايي ځواکونو له افغانستانه د وتلو په حال کې وه، طالبانو سره تړلي مامورینو په کابل او د دغه هېواد نورو ښارونو کې خپل فعالیتونه په ډاګه کړل. وروسته یې خپلې وسلې له پټنځایونو راوویستې او له طالبانو سره یې مرسته وکړه، چې په بېړه د ښارونو کنټرول په لاس کې واخلي.

د طالبانو یو لوی قوماندان مولوي محمدسلیم سعد چې د پخواني حکومت پر مهال یې کابل کې «د چاودنو او ترورونو عملیات» پر مخ وړل، وال ستریت ژورنال ته ویلي، چې هغوي هرې ادارې او سازمان کې خپل کسان لارل. د سعد په حواله، همدا پټ مامورین و، چې ستراتېژیک ځایونه یې په واک کې لرل. وال ستریت ژورنال لیکلي، چې د سعد کسان د حقاني شبکې د بدري قطعې ځواکونه و؛ د طالبانو یوه برخه چې له القاعده سره د اړیکو له کبله د امریکا له لوري «ترهګره» ډله پېژندل کېږي.

د دغې امریکايي رسنۍ د معلوماتو له مخې، طالبان تېره شل کلنه جګړه کې ډېری وخت د لرې پرتو سیمو له پټنځایونو څخه له افغان امنیتي ځواکونو او امریکایانو سره جګړه کوله. په دې سره افغان او امریکايي ځواکونو هڅه کوله، چې پر لرې پرتو سیمو کنترول ولري؛ خو د لوبې پای د یوې لویې شبکې په واسطه ښارونو کې د طالبانو په ګټه شو. راپور وايي، د اګست پر پنځلسمه له هغې وروسته چې اشرف غني هېواد پرېښود، همدې پټو ږېرې خرېيلو، پتلون په ځان او سپورټي چشمې پر سترګو پلازمینه په واک کې واخیسته؛ په داسې حال کې چې د طالبانو پېژندل شوي ځواکونه د کابل له دروازو بهر وو.

راپور کې راغلي، چې د طالبانو د بدري قطعې د منځنۍ کچې قوماندان محمدرحیم عمري، په پټه کابل کې د تيلو پر کاروبار بوخت و. د طالبانو دې پوځي دغې امریکايي رسنۍ ته ویلي، چې هغه او دولس نور کسان د کابل ښار په ختیځ کې یو امنیتي سرویس ته ولېږل شو او هلته مو د پخواني حکومت افسران لومړی خلع سلاح کړل او هغوي مو د کمپیوټرونو او نورو اسنادو له ویجاړولو منع کړل.

دغه راز نور مامورین د نورو دولتي او پوځي مرکزونو د نیولو په موخه کابل هوايي ډګر ته لاړل؛ هغه ځای کې چې امریکايي ځواکونو د تخلیې بېړنيو عملیاتو هڅه کوله. دغو مامورینو دنده لرله، چې د کابل هوايي ډګر د شاوخوا کنترول په لاس کې واخلي، تر هغه چې سبا سهار طالب ځواکونه کابل ښار ته دننه شي.

له دې وړاندې هم د هېواد د ستراتیژیکو ښارونو په ځانګړې توګه د کابل د سقوط د څرنګوالي په تړاو ځینې خبرې شوې وې. د پخواني حکومت ځيني چارواکي او امنیتي مامورین پر دې باور دي، چې طالبانو خپل کسان له وړاندې په ښارونو کې ځای پر ځای کړي و. خو دا راپور چې له سقوط درې نیمې میاشتې وروسته خپور شو، دا ګومانونه تایید کړل. هغه وخت کې ډېر ولایتونه له مقاومت او نښتې پرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې راغلل. پر کابل له کوم ډز پرته طالبان واکمن شول.

ورته لیکنې

Back to top button