په فراه کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وروڼه ووژل شول

۸صبح، فراه: د فراه ولايت ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې په دغه ولايت کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې کم عمره ماشومان وژل شوي دي.
ځايي سرچينو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې د پنجشنې ورځې،د لړم د ۲۶مې، د مازديګر پر ۴:۰۰ بجو، ، د دغه ولايت په عسکر آباد کلي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې کم عمره ماشومان وژل شوي دي.
د سرچينو په وينا، د هاوان مرمۍ هغه مهال چاودلې چې ماشومان پر لوبو بوخت وو.
د فراه ولايت يوه موثق سرچينه وايي، چې د دې پېښې درې واړه وژل شوي ماشومان سره وروڼه وو.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره مياشت هم په فراه کې يو ځوان د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله وژل شوی و.