په نيمروز کې په ترافيکي پېښه کې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوې دي

۸صبح، نیمروز: په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د یوه موټر او موټر سایکل د ټکر له امله د یوې کورنۍ درې تنه وژل شوې دي.
سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۸ مه) د زرنج ښار اړوند د انصاري ښارګوټي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو سړى له خپلې مېرمنې او ماشوم سره وژل شوى دى.
په دې وروستيو کې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله ترافيکي پېښې زياتې شوې دي.
له امنيتي پېښو وروسته، ترافيکي او طبيعي پېښې د هېوادوالو تر ټولو ډېره قرباني اخلي.