۸صبح، کابل: په کابل کې باخبره سرچینې وایي چې طالبانو د بشري حقونو د یوه فعال شمس الرحمن رحیق له نیولو درې میاشتې وروسته، د هغه کشر ورور هم نیولی دی.
سرچينو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې دغه کس محمد مهربان مرشد نومېږي او طالبانو د چهارشنبې په ورځ، د وږي په لومړۍ نېټه، د کابل ښار په درېيمه امنيتي حوزه کې نيولی او نامعلوم ځای ته يې لېږدولی دی.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، محمد مهربان مرشد د کابل پوهنتون د درېيم کال محصل دى او طالبانو د نامعلوم لامل له مخې نيولى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو د غبرګولي په ۸مه، په دويم ځل په کابل کې د دغه کس ورور، چې شمس الرحمن رحيق نومېږي، نيولى او بندي کړى دى.
رحیق د بشري حقونو یو فعال او د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی.
ویل کېږي چې ښاغلی رحیق د یوناما ساحوي کارکونکی هم و، خو دغې ادارې تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.
د خپرو شویو رپوټونو پر بنسټ، شاوخوا یو کال وړاندې طالبانو د رحیق پلار چې د پخواني حکومت د پوځ غړی و، په پنجشېر کې له خپل کوره را وویست او په ډزو یې وواژه.