په لوېدیځه تړانګه کې د اسرائیلي پوځیانو په برید کې درې فلسطینیان وژل شوي دي

اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی، چې په لویدیځه تړانګه کې د اسرائیلو په تازه برید کې، لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
ټایمز اف اسرایل، د فلسطیني روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا برید نن دوشنبه (د مې په ۲۲مه) د لویدیځې غاړې په شمال کې، د کډوالو پر یوه کمپ شوی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، دا درې کسان د نابلس په ختیځ کې د کډوالو د یوه لوی کمپ په (بالطا) سیمه کې د اسراییلي پوځیانو له خوا په نښه شوي دي.
په همدې حال کې د اسرایلو پوځ په یوه اعلامیه کې خبر کړی چې دا عملیات یې د «ترهګرۍ» د مشکوکو کسانو د نیولو لپاره پیل کړي و او په پایله کې یي درې کسان هم نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې یو لابراتوار چې په لسګونو کیلوګرامه چاودیدونکي مواد، چې ګمان کېږي په اسراییلو باندې برید کې ترې کار واخیستل شي، کشف شوي.
له بلې خوا د «الاقصی د شهیدانو لوا» چې اسرائیل یې یوه تروریستي ډله بولي، د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د اسرائیلي پوځیانو له خوا د بېځایه شویو په کمپ کې وژل شوي کسان، د دغې ډلې غړي وو.
په دې وروستیو میاشتو کې، په لویدیځه تړانګه کې ناکراریو زور اخیستی دی.
ویل کیږي چې په دې سیمه کې د اسرائیلو ضد وسله والې ډلې زیاتې فعالې شوي او وخت په وخت پر مشخصو هدفونو بریدونه کوي.