د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار په ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه شول

۸صبح، لغمان: د کابل جلال آباد پر لویه لار له یوه ټېلر سره د مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله درې تنه مړه او درې نور ټپیان شول.

دا پېښه د یکشنبې په سهار د وږي په ۲۷مه د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ په سیمه کې رامنځته شوه.

په دغه پېښه کې یو وژل شوی کس د لغمان پوهنتون محصل دی.

دا په داسې حال کې دي چې نن په جلال آباد ښار کې د ترافیکي پېښې په پایله کې څلور تنه مړه شول.

تر ډېره د موټر چلوونکو بې پامي او ترافیکي قوانینو ته نه پاملرنه ددې پېښې د رامنځته کېدو لامل بلل شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button