۸صبح، فاریاب: فاریاب کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې د درېیو تنو د مړه کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې یو اووه کلن ماشوم یکشنبه د مرغومي پر څلورمه نېټه په یوه څاه کې له لوېدو وروسته مړ شوی دی.
د سرچینو په وینا دغه پېښه د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په غندک کلي کې شوې ده.
په همدې حال کې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د یوې ښځې په ګډون دوه تنه مړه شوي دي.
د سرچینو په وینا دغه دوه تنه د مسافروړونکي موټر د ټکر له امله مړه شوي دي.
د افغانستان په شمال کې فاریاب ولایت کله ناکله د مرګونو ترافیکي پېښو شاهد وي.