بامیان کې ترافیکي پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه مړه شول

۸صبح، بامیان: بامیان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوه ماشوم په ګډون درې تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه نن له غرمې مخکې (جمعه د لیندۍ پر پنځهویشتمه) د سهار ۱۱:۰۰ بجې شاوخوا د بامیان ولایت د مرکز اړوند شیهدانو کوتل سیمه کې له یوه باروړونکي موټر سره د سراچه ډوله موټر د ټکر له امله شوې ده.
د بامیان په ولایتي روغتون کې سرچینې وایي، چې له یادې پېښې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه مړه او درې ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بامیان په ولایتي روغتون کې یوې سرچینې د دې پېښې د ټپیانو وضعیت نازک بللی دی.
یوه عیني شاهد هم دغه پېښه تایید کړې ده.
بامیان کې د طالبانو ځایي مسوولینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې ترافیکي پېښې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کله کله خلک قرباني کوي.