۸صبح، کابل: طالبانو خبر ورکړی چې په سمنګان کې د ترافیکي پېښې په پایله کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
باختر خبري اژانس شنبه د چنګاښ پر ۲۰مه راپور ورکړی چې دا پېښه نن له غرمې وروسته د سمنګان حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د دوو موټرو د ټکر په پایله کې رامنځته شوې ده.
د راپور له مخې، په سمنګان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند د دغې پېښې پخلی کړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې ټپيان د سمنګان ولایتي روغتون ته وړل شوي او د پېښې لامل یې د چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو په کچه کې زیاتوالی راغلی او هره ورځ یې له کبله په بېلابېلو ولایتونو کې مرګ ژوبله رامنځته کېږي.





