۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې د غره د یوې برخې د ښویېدو له امله درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي دي.
دغه پېښه شنبه غرمهمهال د لړم پر ۱۴ نېټه د بدخشان د مایمي ولسوالۍ په راونددره سیمه کې شوې ده.
سرچینې وایي، چې وژل شوي کسان د سړک جوړولو یوه شرکت کارکوونکي وو.
بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس هم دغه پېښه تایید کړې ده او ویلي یې دي، چې د ځمکې د ښویېدو له امله درې تنه وژل شوي دي.
مایمي د بدخشان غرنیزه ولسوالي ده. په دې ولسوالۍ کې کله ناکله دې ته ورته پېښې کېږي.