ننګرهار کې پر يوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدلو له امله درې تنه وژل شوي

۸صبح، ننګرهار : د ننګرهار په شېرزادو ولسوالې کې د طالبانو له لوري د ملکي وګړو په کور د هاوان مرمۍ د لګېدلو له امله یو مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي دي.

‏د ‎ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر ۸صبح ته وویل، تېره شپه د شېرزادو ولسوالۍ په شهباز خېلو سيمه کې د وسله‌والو ‎طالبانو له لوري د ملکي وګړي ملک سردار په کور د هاوان مرمۍ توغول شوې چې له امله يې يوه مېرمن او دوه ماشومان وژل شوي دي.

طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې ننګرهار کې د ملکي وګړو پروړاندې تاوتريخوالی ډېر شوی دی چې د ننګرهاریانو ژورې اندېښنې يې راپارولي دي او په دې تړاو د اړوندو بنسټونو له لوري د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.

ورته لیکنې

Back to top button