عباس مجاهد ته: ستاسو لپاره ټول مخالفین بې‌شعوره دي

۸صبح، کابل: د «طالبانو بیا راستنېدل» کتاب لیکوال (حسن عباس) چې یاد کتاب یې په دې وروستیو کې په پراخه کچه منعکس شوی، ددې کتاب په اړه، د طالبانو د غبرګون په مقابل کې، چې هغه یې د «استخباراتو اجنټ» بللی، وایي چې هغه یو اکاډمیسن دی.

حسن عباس نن سه شنبه (د غوایي په ۱۲مه) د خپل کتاب په اړه، د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد اعلامیه ریټویټ کړه.

«د طالبانو بیا راستنیدل» کتاب لیکوال، ددې ډلې ویاند مخاطب کړ او ویې ویل: «تاسو کولی شئ هر هغه څه ووایاست، چې تاسو یې غواړئ، ځکه چې ستاسو لپاره خپل مخالفین، بی‌شعوره ښکاري!»

دغه پاکستاني الاصله امریکايي لیکوال، دا هم وویل: «زه د یوه اکاډمیک وګړي په توګه، اوږد تاریخ لرم، چې زه پرې ویاړم. زه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره ښه غواړم.»

تېره شپه، ذبیح الله مجاهد د حسن عباس د کتاب د خپرېدو په اړه، د اعلامیې په خپرولو سره، غبرګون ښودلی او هغه یې د «استخباراتو اجنټ» بللی.

د طالبانو د ډلې ویاند د «طالبانو بیا راستنیدل» په کتاب کې خپاره شوي معلومات بې‌اساسه وبلل.

د حسن عباس په کتاب کې، د طالبانو لخوا د واک بیا ترلاسه کول او په قطر کې، د خبرو اترو پر رازونو رڼا اچولی. د دې کتاب خپرېدو پراخ غبرګونونه پارولي دي.

Back to top button