مجاهد اوچا ته: زموږ «نظام» پر بهرنیو مرستو نه دی ولاړ

۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د اقتصادي ستونزو له امله د طالبانو د «نظام» د پاشلتیا په اړه د اوچا د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د دې ډلې «نظام» پر بهرنیو مرستو نه دی ولاړ.

مجاهد چهارشنبه د سلواغې پر پنځمه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې طالبان ژورې رېښې لري او پر بهرنیو مرستو نه دي ولاړ، چې رژیم یې د اقتصادي ستونزو له امله ونړېږي.

هغه وویل: «بې له شکه هر هېواد، چې داسې اوږدې جګړې او بریدونه یې تجربه کړي وي تر یوې مودې به له اقتصادي ستونزو سره مخ شي، خو اسلامي امارت ژمن دی چې د هېواد ټولې اقتصادي سرچینې احیا کړي، اقتصاد ورغوي او په وروستي یوه نیم کال کې اساسي ګامونه پورته شوي چې لا هم دوام لري.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تېره ورځ د یوه راپور په خپرولو له بشري ناورین سره د افغانستان د مخامخ کېدو خبر ورکړ.

دغه بنسټ ویلي، چې افغانستان له یوه بې‌مخینې بشري ناورین سره مخ دی.

اوچا په دې راپور کې همداراز ویلي، چې افغانستان کې به په راتلونکي کال کې اوولس میلیونه تنه له سختې لوږې سره مخ شي.

د دغه بنسټ په نوي راپور کې راغلي، چې بشري ناورین په دغه هېواد کې د تېرو شلو کلونو پر لاسته راوڼو اغېز کوي.

ورته لیکنې

Back to top button