ستانکزی خلکو ته: د شریعت خلاف فرمانونو پیروي مه کوئ

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ویلي، چې خلک کولای شي د دې ډلې له هغو فرمانونو چې د شریعت خلاف وي پیروي ونه‌کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزي دغه موضوع په یوه وینا کې چې تازه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي وړاندې کړې دي، خو تر اوسه یې وخت او ځای روښانه نه دی.

ستانکزی د اسلام د پیغمبر د دورې په کیسې سره وایي، چې مسلمانان حق لري، له هغو امرونو چې د شریعت خلاف وي اطاعت ونه‌کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ټینګار کوي، چې د هغو امرونو اطاعت واجب دی چې له شریعت سره سم وي.

که څه هم عباس ستانکزي په ښکاره ټوګه کوم فرمان نه دی یاد کړی، خو داسې برېښي چې د ښځو د کار او زده‌کړو د بندیز په اړه د طالبانو د مشر وروستیو فرمانونو ته یې اشاره کړې ده.

د ویلو ده، چې د ښځو د کار او زده‌کړو د ممنوعیت په تړاو د طالبانو د مشر فرمان د معتبرو دیني مراجعو له مخالفت سره مخ شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button