۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان له هوایي حریم څخه سرغړونه ونه کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چهارشنبه د وږي پر ۱۶ د دغه وزارت کلنی راپور وړاندې کړ.
هغه د راپور د وړاندې کولو پرمهال له امریکا وغوښتل، چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او نور د افغانستان له حریم څخه سرغړونه ونه کړي.
دا په داسې حال کې، چې کابل کې د امریکا له خوا د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د افغانستان په ځینو سیمو کې د بې پيلوټه الوتکو د ګرځېدو او د بریدونو د ترسره کېدو په اړه راپورونه شته.
تېره ورځ راپور ورسېد، چې د امریکا بي۵۲ الوتکه هم کندهار کې لیدل شوې ده.