توبیاس الوود: له افغانستانه د بریتانیا وتل چې د طالبانو د بیا راتګ لامل شو، باید په ریښتیني ډول وڅېړل شي

۸صبح، کابل: د بریتانیا د استازو جرګې د دفاعي کميټې رییس په یوې غونډه کې له افغانستانه ددغه هېواد پر وتلو نیوکه کړې ده.
د بریتانیايي رسنیو د راپور له مخې، توبیاس الوود پنجشنبې د سلواغې په ۲۰مه ویلي چې له افغانستانه وتل د بریتانیا لپاره یو تیاره فصل و.
د الوود په مشرۍ د بریتانیا د استازو جرګې دفاعي کمیټې له دولته غوښتي ترڅو له افغانستانه د بریتانیا د وتلو په اړه چې د طالبانو د بیا راتګ لامل شو، په ریښتیني ډول څېړنه وکړي.
د بریتانیا د استازو جرګې د دېرش مخیز راپور په وړاندې کولو سره ویلي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په پټنځای بدل شوی.
د بریتانیا د استازو جرګې د دفاعي کمیټې دېرش مخیز راپور د افغان دولت سقوط «له هغه څه چې د پوځي تشکیلات لپاره شوني وو په بیړه» بللی دی.
دغه راپور د هغو پرېکړو د «جزییاتو د صادقانه اززنې» غوښتونکی دی چې بریتانیا په افغانستان کې د خپل حضور پرمهال کړې دي.
په ورته مهال، د بریتانیا د استازو جرګې غړو د بریتانیا افغان همکارانو د لېږد بهیر په څرنګوالي نیوکه کړې او ویلي یې دي زرګونه افغان همکاران چې بریتانیا ته د لېږدولو په شرایطو برابر دي لا هم له ګواښ سره مخ دي.
د بریتانیا دولت ویلي چې په افغانستان کې یوازې درې سوه افغان همکاران او کورنۍ یې پاتې دي چې دولت هڅه کوي هغوی هم بریتانیا ته ولېږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون وروسته، د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو هېواد پرېښود او طالبان یوځل بیا پرافغانستان واکمن شول.