رواداري شبکې افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ

۸صبح، کابل: رواداري شبکې افغانستان کې د بشري حقونو د پیاوړتیا لپاره د خپل فعالیت له پیل څخه خبر ورکړی دی.
دغې شبکې د ډسمبر پر ۱۰ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د ښځو بنسټیز حقونه په بشپړ ډول ترې اخیستل شوي دي.
د رواداري شبکې د اعلامیې د معلوماتو له مخې په دغه شبکه کې د نړۍ د بشري حقونو څېړونکي، افغان فعالان او د افغانستان تجربه لرونکي کسان غړیتوب لري.
افغانستان کې د بشري حقونو د کلتور وده او د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د درد او رنځ کمول د رواداري شبکې موخې بلل شوې دي.
د ویلو ده، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه راپور ورکول د رواداري شبکې یو له کارونو دی.