پاکستان، جرمني او سویس ته د ټام وېسټ شپږ ورځنی سفر

۸صبح، کابل: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټام وېسټ پاکستان، جرمني او سویس ته د خپل شپږ ورځني سفر خبر ورکړی دی.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دوشنبه سهار د سلواغې پر اتمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې دغه سفر د جنورۍ پر ۲۹ پیل شوی او د فبرورۍ تر څلورمې به دوام ولري.

وېسټ ویلي: «غواړو له شریکانو، افغانانو او بشردوستانه سازمانونو سره د هغو سختو ننګونو په اړه، چې له افغانانو د ملاتړ په برخه کې ورسره مخ یو مشوره وکړو.»

هغه ویلي، چې تمه لري په دې سفر کې حیاتي مرستو او بنسټیزو حقونو ته د افغان نجونو او ښځو د لاسرسي لپاره یوه لار برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له خوا په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته افغانستان ته د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستې له سختو ننګونو سره مخ شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button