۸صبح، کابل: ټاکل شوې د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د افغانستان په هکله ناسته ترسره کړي.
دغه ناسته به سه شنبې د تلې په پينځمه د ماښام په شپږ نیمو بجو ترسره شي.
ویل کېږي چې په دغه ناسته کې به د افغانستان وضعیت، د ترهګرۍ د خطر په اړه اندېښنې او همداراز د خلکو اقتصادي وضعیت وارزول شي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ دفتر سرپرست مارک پوټزل به په دغه ناسته کې وینا وکړي.
ټاکل شوې په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي نماینده ګۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم د افغانستان په استازیتوب په دې ناسته کې وینا وکړي.
دا ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان نوم د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې د ۷۷یمې ناستې له نوملړه وایستل شو.