۸صبح، ننګرهار: سیمهییزې سرچینې د تورخم دروازې د بیا پرانیستو خبر ورکوي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه لار شنبه سهار د کب میاشتې پر شپږمه نېټه په بشپړ ډول د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه.
تورخم کې د طالبانو کمېشنرۍ هم د دغې لارې د خلاصېدو اعلان کړی دی.
په همدې حال کې پرون په ننګرهار کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو اعلان وکړ، چې د تورخم دروازه د پاکستاني چارواکو له خوا په مشروط ډول پرانیستل شوې ده.
د تورخم دروازه د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان له لوري له ژمنو د سرغړونې له امله د طالبانو له خوا تړل شوې وه.
طالبانو د پنجشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې دغه لاره یې پرانیستي ده، خو څو ساعته وروسته یې د تړلو اعلان وکړ.