ټيټيپي: د پاکستان د واکمنو ګوندونو پر مشرانو بریدونه کوو

د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ د ترينګلتياوو په لړ کې ټيټيپي ویلي دي، چې په پاکستان کې د واکمنو ګوندونو پر مشرانو بریدونه کوي.
د پاکستاني طالبانو تحريک یا ټيټيپي چهارشنبه د جنورۍ پر ۴ یوه اعلاميه کې د پاکستان د اوسني لومړي وزیر او د مسلم لیګ ګوند د نواز څانګې د مشر شهباز شریف او د پاکستان د بهرنیو چارو د اوسني وزیر او د خلکو ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري د نومونو ځانګړې يادونه کړې ده.
د پاکستاني طالبانو په اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه ګام يې د پاکستان د حکومت له خوا له ټيټيپي سره د جګړې د اعلان او له امريکا د دغه حکومت د امر اخيستو په غبرګون کې پورته کړی دی.
الجزیرې، چې د دې اعلان یوه کاپي یې ترلاسه کړې، رپوټ ورکړی چې پاکستاني طالبانو خبرداری ورکړی چې که دواړه واکمن ګوندونه د پاکستاني طالبانو د تحريک پروړاندې په خپل دریځ ټینګ پاتې شي، نو د دغو ګوندونو پر مشرانو به بریدونه وکړي.
د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه هېواد خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د مسلم لیګ د نواز څانګې او د پاکستان د خلکو ګوند مشرانو ته دې نه نږدې کيږي.
د پاکستاني طالبانو دغه نوي ګواښونه تر هغې درې ورځې وروسته کېږي، چې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحريک پر پناه ځایونو د بريدونو په تړاو خبرداری ورکړ.