د کندهار سوداګر وایي، د سپین بولدک ولسوالۍ په ګمرک کې د مېوو په موټرو جر وهل کېږي چې له دې سره د سوداګرو مېوه خرابېږي او بیا له هېواده د صادرېدو وړ نه وي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې دفتر کې نن چهار شنبه د وږي میاشتې په ۲۲مه د سوداګرو او د ګمرک مسوولانو تر منځ د همدې ستونزې په تړاو ناسته شوې ده.
سوداګرو د دې ادارې له مسوولانو سره په ناسته کې ویلي، صادرات د یوه هېواد د اقتصاد لپاره ډېر مهم دي چې د افغانستان ډېری صادرات مېوه ده، خو اوس تر صادرېدو مخکې له ستونزو سره مخ ده.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد صدیق مهمند په دغه ناسته کې وویل: «جر په موټر کې په داسې ډول وهل کېږي چې مېوه خرابوي، په دې کې یو یخچالي او بل د وچې میوې موټرونه دي چې کارټونونه یې څیرې کېږي او ډېره بې احتیاطي ورسره کېږي چې په دغو موټرو کې بار مېوه بیا د دې وړ نه وي چې موږ یې صادر کړو.»
دغه راز په کندهار کې د وچې مېوې د اتحادیې رئیس عبدالاحد صدیقي ویلي، په موټرو کې د جر وهل د ټولو باغ لرونکو او سوداګرو زیان دی چې باید مخنیوی یې وشي.
د هغه په وینا، د دغو مېوو موټرونه چې د چمن په ګمرک کې په نورو موټرو کې تخلیه کېږي، نو لازمه ده، څو په د کندهار ګمرک مسوولان په کې جر ونه وهي.
نوموړی زیاتوي: «موږ د ګمرک مسوولانو ته د هغو معتبره شرکتونو نوملړ ورکوو ډېر صادرات کوي، باید هېڅ ډول مشکل ورته پیدا نه شي، که چیرې دغه جر وهل دوام ولري، نو موږ ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.»
په دغه غونډه کې د کندهار د درملو د اتحاديې رئیس عبدالبصیر پیمان ویلي، کابل ته چې کله بار وړونکي موټرونه ځي، د ارغندۍ پر چوک راګرځول کېږي، کوډونه یې بدلېږي او سیمه ییزې اظهار نامې ورکول کېږي.
د هغه په وینا، له دې سره موټرونه له ډېر ځنډ سره مخ کېږي، نو لازمه ده چې د سوداګرۍ پر وړاندې هیڅ خنډ او ځنډ جوړ نه شي.
د کندهار د ګمرک رئیس په دې ناسته کې سوداګرو ته ډاډ ورکړی چې ستونزې به یې هواروي او وینا یې څوک حق نه لري ، څو د صادراتو پروسه له ځنډ سره مخ کړي.
که څه هم د کندهار سوداګرو په موټرو کې د جر وهلو موضوع شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د تازه مېوې د صادراتو په پيل کې له مسوولانو سره شریکه کړې وه، خو تر اوسه یې د حل په موخه کوم عملي ګام نه دی اخیستل شوی.
جر وهل هغه پروسه ده چې د سوداګرو له یخچالي موټرو څخه په ګمرک کې د تالاشۍ په موخه د تازه مېوو ډک ټول کارټونه راکښته کېږي او بیا بیرته موټرو کې بارېږي چې له دې سره د یخچال سړه هوا ټوله بهر وځي او مېوه تر خپل ټاکل شوي ځای په ښه توګه نه رسېږي.