په بادغیس کې ترافیکي پېښه؛ ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

۸صبح، بادغیس: په بادغیس کې سیمه ییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د یوه لندکروزر ډوله موټر د چپه کېدو له امله، ۵ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.

سیمه ییزو سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې دا پېښه د سه شنبې په مازدیګر (د غوایي ۵مه)، د بادغیس ولایت، د بالامرغاب ولسوالۍ د (منګان بند) په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ترافيکي پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ويل کيږي چې ياد شوی موټر له هراته فارياب ته روان و.

د سړک خرابوالی او تنګوالی د دغې خونړۍ ترافیکي پېښې لامل بلل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو پنځو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Back to top button