په سعودي عربستان کې ترافیکي پېښې ۲۰ تنه عمره کوونکي وژلي او ۲۹ تنه نور ټپیان دي

په سعودي عربستان کې د عمرې د زیارت کوونکو د یو بس چپهکیدو له امله، لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.
د (الاخباریه) دولتي تلویزیون راپور ورکړی، چې دا پیښه د دوشنبې په ورځ (مارچ ۲۷)، د (عسیر) ولایت په (ابها) ښار کې رامنځته شوې ده.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د حاجیانو موټر له یوه پله سره ټکر کړی او وروسته یې اور اخیستی.
د راپور پر بنسټ، بس مکې ته حاجیان لېږدول.
د دغې پېښې قربانیان د سعوديوال او د بېلابېلو هېوادونو وګړي دي.
عربي رسنیو د سعودي عربستان د چارواکو له قوله، د دغې پېښې لامل، د موټر تخنیکي ستونزه بللې ده.
تر دې مخکې هم په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر مهال، ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د عمرې حج، د کال په هر وخت کې ترسره کېدای شي، خو ډېری يې د روژې په مبارکه مياشت کې ترسره کول غوره بولي.