د مخکیني حکومت له خوا ملي لرغون کور ته د یو شمېر لرغونو اثارو په تېره بیا د کاپيسا د «خُم زرګر» سیمې د دوو زمریانو مجسمو له لېږدولو وروسته، اوس د کاپيسا یو شمېر فرهنګیان او ځوانان د دغو اثارو د غلا کېدو په اړه اندېښمن دي. دوی وايي، چې دغه لرغوني اثار د کاپیسا خلکو د فرهنګي هویت ښودنه کوي؛ خو مخکیني حکومت د دې ولایت د اوسېدونکو د غوښتنې خلاف، هغه ملي موزیم ته ولېږدول.
د کاپيسا فرهنګیان او ځوانان د دغو لرغونو اثارو د بېرته لېږد او په دغه ولایت کې د ملي لرغون کور د جوړولو غوښتونکي دي؛ خو په کاپيسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې دا اثار د لاخوندیتوب په موخه ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.
د کاپيسا ولایت یوه فرهنګي کس مصور سعیدي، د کاپیسا ولایت له «خُم زرګر» سیمې د یو شمېر لرغونو اثارو په تېره بیا د زرو کلونو په لرغونتوب سره د دوو زمریانو مجسمو پر لېږدولو نیوکه وکړه. د هغه په وینا، دغه لرغوني اثار د کاپیسا د خلکو فرهنګي هویت ښودنه کوي، د دغو اوسېدونکو د غوښتنې خلاف د مخکیني حکومت له خوا ملي موزیم ته لېږدول شوي دي. سعیدي اوس د دغو اثارو د چورتالان په اړه اندېښنه لري. سعیدي زیاته کړه: «د خم زرګر لرغوني اثار زموږ د فرهنګي هويت ښودونکي وو، خو د مخکیني حکومت له خوا ملي لرغون کور ته ولېږدول شول. موږ اندېښمن یو چې له ملي موزیم څخه نورو هېوادونو ته قاچاق نه شي.»
له بلې خوا، د کاپیسا یو شمېر ځوانان ددغو اثارو د بېرته لېږدولو او په دې ولایت کې د موزیم د جوړېدو غوښتونکي دي.
د کاپيسا یو ځوان فولاد سهرابي وايي، که څه هم ملي موزیم ته له دغه ولایته د لرغونو اثارو له لېږدولو مخکې، فرهنګیانو او د سیمې اوسېدونکو په کاپیسا کې موزیم جوړولو غوښتنه وکړه، خو مخکیني حکومت د خلکو د غوښتنو خلاف عمل وکړ. سهرابي جوته کړه: «د خُم زرګر موري سیمه د افغانستان په کچه تاریخي سیمه ده، په تېره بیا د زمریانو دوې مجسمې له دې سیمې موندل شوې او هغه یې مرکز ته ولېږدولې. دا دوې مجسمې د هېواد له لویو مجسمو څخه ګڼل کېږي. که په دې سیمه کې ساتل کېدای، لا زیات لیدونکي یې پيدا کول. په کاپیسا کې یې د ساتلو په اړه له بیا بیا غوښتنو سره سره، کابل ته ولېږدول شوې. خو اندېښنه لرو چې هغه ویجاړ او یا یې له هېواده بهر ونه لېږدوي.»
له بلې خوا، په کاپيسا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وايي، چې د دغه ولایت د خُم زرګر سیمې لرغوني اثار د ښه خوندیتوب په موخه ملي موزیم ته لېږدول شوي دي. د کاپيسا لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر نصرالله نصرت، له ۸صبح سره په خبرو کې وویل چې مخکیني حکومت د لرغونو اثارو د غلا کېدو د مخنیوي په موخه، د دوو زمریانو مجسمې ملي لرغون کور ته لېږدولې وې.
د ویلو ده، چې د کاپيسا له «خُم زرګر» سیمې د زمریانو دوې مجسمې د ۱۳۹۸ کال د تلې په میاشت کې د هېواد د لرغون پېژاندو له خوا له درېیو میاشتو کیندنو وروسته کشف شوې وې. دغه دوې مجسمې څو زره کلن لرغونتوب لري او د کنشکا دورې اړوند اثار دي. د زمریانو دا دوې مجسمې «ژبې یې بهر ته راوتلې د ډبرينې زینې په دوو لوریو کې حکاکي شوې» د خم زرګر سیمې له یوه کوره کشف شوې دي. په هغه وخت کې لرغون پېژاندو احتمال ورکړی و، چې دا زینه به د یوه معبد وه.
خم زرګر د کاپيسا د کوهستان د دویمې حصې په ولسوالۍ کې پرته سیمه ده او د کوشانیانو د کنشکا دورې مرکز او همداراز د بودايي دین اصلي مرکز بلل کېږي. د تاریخي کیسو له مخې، خُم زرګر د کنشکا د دوبي پلازمینه وه. د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د لرغون پېژندنې ادارې په ۱۳۴۷ کال کې د لومړي ځل لپاره په دې سیمه کې کیندنې پیل کړې. دا اداره له څلوېښتو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د دغو دوو مجسمو په کشفولو بریالۍ شوه.
ټاکل شوې وه، د خُم زرګر سیمې کیندنې دوام وکړي، خو له تېر کال راهیسې د دغه ولایت امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله، دا کار درول شوی دی. د مسوولانو د شمېرو له مخې، په اوسني وخت کې د کاپيسا ولایت په بېلابېلو سیمو کې اووه لرغونې سیمې شته، چې د دې ولایت شپږ لرغونې سیمې تر څارنې لاندې دي، خو تر اوسه یې کیندنې نه دي پيل شوې.