۸صبح، کابل: د طالبانو د اورګاډي پټلۍ ادارې ازبکستان ته د دغې ادارې د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
دغې ادارې چهارشنبه ناوخته د سلواغې پر نولسمه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د دغه پلاوي د سفر موخه د حیرتان – مزارشریف د اورګاډي پټلۍ د مسوولیت د لېږد بهیر نهایي کول ده.
د خبرپاڼې له مخې په دې پلاوي کې د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ، د دې ډلې د مالیې وزارت او د اورګاډي پټلۍ د ادارې استازي حضور لري.
د طالبانو د اورګاډي پټلۍ ادارې ټینګار کړی، چې یاد پلاوی به د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي له لارې د لېږد رالېږد د بیا پیل په تړاو هم یو هوکړهلیک لاسلیک کړي.
د ویلو ده، چې د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته د ازبکستان د لېږد رالېږد بهیر تېره اونۍ ودرول شو.