طالباني واک ته موجود مثلثي خطر

لیکنه: اتل سالار هاشمي

په هېواد کې د واک پر ګدۍ ناست طالب لا هم د خپلې ناڅاپي بریا په نشه کې داسې مست او خمار دی، چې لا هم د هغه د وجود په وړاندې را ټوکېدلي خطرونه نه شي احساسولای! فکر يې ټول پر خپل واک، د مال او دولت پر غونډولو، نجونو وده‌ولو او خپلمنځي سیالي باندې ور ټول دی.

طالبي ذهنیت ځکه دا ډول جوړ دی چې تر خپل وجود یو متر هاخوا شی نه ويني او د یوه شي تر لاسه کول يې دومره کوڼ، مست او مغرور کړي، چې د یوه ممکنه خطر په اړه فکر لا پرېږدئ، چې دوی ټول وخت محرومیت تېر کړی دی، دوی په یوه بنده فکري او فزیکي دایره کې اوسېدلي دي. طالب نه جهان لیدلی دی، نه له خلکو سره په تعامل کې راغلی دی، نه يې د مالونو وفرت لیدلی. د واک تر پخوانۍ لنډې خوندي تجربې وروسته يې سخت ځور، محرومیت، جلاوطني او ګڼ مشکلات ولیدل، دې هرڅه طالب ته د پراخ او لرې فکر کولو ظرفیت پرېنښود او دې سختیو یو تر بل بدترو بیا داسې کړ، چې په یوه واړه شي هم مغرورېږي، هم ساده کېږي او هم يې پام ټول هغه ته ور ټول شي، نو پر بل شي د فکر وړتیا ور پاته نه شي.

دا اوس یو جدي مثلثي خطر د طالبانو پر سر ولاړ دی، په هېواد کې ژور خپګان او بېکاري ده، ورسره هم‌مهاله په ګڼو سیمو کې وچکالي ده، سیاسي انزوا او په کور دننه عدم مشروعیت دی، د نجونو د تعلیم، کار او ټولشموله حکومت پر سر له نړۍ سره ناندرۍ دي، مخ پر ځوړه اقتصاد او خرابېدونکی امنیت، هغه خطرونه دي، چې هر یو يې طالبانو ته په ډېر ستر سرخوږي بدلېږي او یوازې طالب نه، که پر دې سیمه هر څوک واکمن وای، نو دې ټولو ستونزو يې ځینو له هغوی هم جدي اړین او سریع حل غوښتی، که ور ته پاملرنه ونه شي، هر یو د طالب د واک مودې ته وروستی ټکی کېدلای شي.

زه يې پر نورو اړخونو بحث نه کوم، د امنیتي خطرونو په اړه به را وغږېږم. طالبانو، له امریکا سره کړي توافقات نه دي عملي کړي، یوه بېلګه يې د پاکستان او ایران دولتونو سیاسي مخالفینو ته پناه ور کول دي! که طالبان هر څومره له دې څخه منکر شي، اما دا واضح حقیقت په دې نه پټېږي، چې زه پر خپلو سترګو لاس ونیسم، حقیقت څخه که څوک هر څومره منکر شي، خو ټوله نړۍ د هغه په شان فکر نه کوي، نه هر څوک یوازې په تشو خبرو او ادعاو قانع کېدلای شي. دولتونه یوازې له شواهدو او ثبتونو سره کار لري. تشې ادعاوې په دې میدان کې هيڅ ځای نه نیسي.

که د پاکستان مخالفان هېواد کې نه وای، پاکستان په کوم جرأت خوست کې هوايي بریدونه کول؟ څنګه يې د رسنیو مخکې دا موضوع له ثبوت پرته مطرح کولای شوای؟ که دوی دروغ وايي نو تاسو ولې ورته چلنج نه ورکوئ؟ ستاسو له راتلو سره هم‌مهاله ولې د پاکستان په جنوبي پښتونخوا او خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي بریدونه زیات شول؟ د پاکستاني پوځویانو جنازې اسلام اباد ته پيل شوې او ور سره خوا کې، پر تاسو د پاکستان څو اړخیز فشار هم پر زیاتېدو دی.

بل خوا ایران هم په ګڼو پلمو درته غړمبېږي! ددې سختو ګواښونو تر شا يې حتما کومه سیاسي مسئله پرته ده! د ریګي ایراني وسله مخالفینو مبارزه خورا اوږده مخینه لري. یو وخت پاکستان دغه ډله د ایران مقابل کې سنبالوله، بیا د ایران قاطع دريځ د هغې ډلې زور تر ډېره ختم کړ، اما مخالفت پای ونه موند. دادی نن يې وروستني مخالفان ستاسو تر واک لاندې سیمو ته درغلي، د ایران حکومت ته اخطارونه ورکول کېږي او دې لنډو وروځو کې يې د پوځیانو د مرګ خبرونه هم را شروع شوي دي.

دریم ټکی؛ په هېواد کې ستاسو د بد عملیو په نتیجه کې د تېر دولت وسله وال ملاتړي او د الدولة الاسلامية ډلې غړي مو مقابل کې ولاړ دي. دا سمه ده چې اوس به خطر په ټول هېواد کې نه وي، اما که شروع کې دا خطر یوازې له یوه ځایه تاسو ګواښي، نو ذهنیت يې د وخت له تېرېدو سره پراخېږي، ټول هېواد ته غوړېږي او په یوه جدي، پراخ او هر اړخیز خطر بدلېږي.

ددغو دواړو ډلو نادیده نیول، به د طالبانو لپاره خورا په لوی تاوان تمام شي! پښتانه متل کا چې که له ګیدړې سره سیالي وي تابیه د زمري ورته نیسه! دا نن که تاسو هر څومره پر سیمو واک لرئ، دا واک مو له یوه سخت جنګ سره ختمېږي، بیا به هغې سیمې ته نه له پوځي کاروانونو سره ورتلای شې، نه په عادي توګه. ستاسو د واک له پيله تر اوسه ګڼې چورلګې او دا تېرو ورځو کې یوه جیټ جنګي الوتکه مو هېواد کې نسکوره شوې ده. دا په هېواد کې د ترینګلو حالاتو خبرداری ورکوي.

د امنیت په اړه چې تاسو کومې ادعاوې لرئ، هغه يې کاملې ننګولې دي، دا اوس په هېواد کې چې دغه دواړه وسله والې ډلې هر ځای عملیات وغواړي، هلته يې کولای شي. د یوه داسې وسله په لاس مخالف مخه نیول ګران کار دی چې هغه د سر په بیه تاته زیان رسول غواړي. دلته که هغه مري، ته به هم مرې، که هغه د یوه کس زیان ورکوي، تاسو به د ګڼو کسانو ترڅنګ د میلینونو افغانیو مالي زیان هم ورسره زغمۍ؛ نو د مخ پټو کسانو په لاس کې د دې پړقېدونکې چاړې پړق دا ښکاره کوي چې څومره خطرناکه او ګواښوونکې ده، که مخنیوي لپاره يې اوسپينیزه دېوال جوړ نه شي، نو مرۍ به مو غوټه پرېکړي.

یوې خوا ته ایران، بلې خوا ته پاکستان او په کور دننه وسله وال مخالفان، یو جدي مثلثي خطر دی چې د هر ډول غیر متوقعه کړنو وړتیاوې لري. تر ټولو جدي يې د کور دننه مخالفان دي، ځکه هغوی د خپل مخالفت په ټس کې له هر چا مرستې اخیستو ته غاړه ږدي او تاسو ورباندې وهي، لکه دا کار چې د جمهوري دولت مقابل کې تاسو وکړ، د پاکستان هر ډول شرایط،ذلالت، غلامي او رسوايي مو یوازې د دې لپاره ومنله چې د خپل دولت پر ضد يې د جنګ اجازه درکړه، د ایران مرستې او همکاري ته مو لاس له دې امله اوږد کړ، چې د خپل دولت خلاف يې استعمالولئ! دا کار که پرون تاسو تر هر شعار لاندې کولای شوای، نو بله هره ډله يې په عیني توګه کولای شي.

تېر دولت ته منسوب وسله وال کسان د اوږده جنګ له تجربې سره هم مالي توانايي لري او هم پرېمانه وسلې، د داعش وسله وال کسان بیا له جنګي روحيې سره ستاسو د مقابلې لپاره تانده دیني ولوله لري، دوی نه پر ځان بند دي نه پر بل، نه مال ګوري نه ځان. ستاسو تر وژلو پورې هغوی دومره افراطي شوي دي، چې نه مو جومات کې ایله کوي، نه مدرسه کې، نه دې هم والله که حرم شریف کې پرېږدي؛ لکه تاسو چې پر خپلو مخالفانو جومات کې بریدونه کول، روژه کې مو وژل، عبادت مهال مو وژل، مسجد کې مو ځانمرګي وکړل، کټ مټ معامله اوس له تاسو سره هم کېږي او شوې هم ده! د حقاني او انصاري د وژنې پېښې يې ژوندۍ بېلګې دي، دلته یوځل بیا د پښتو متل ته مو پام غواړم چې وايي: «مه کوه په ما وبه شي په تا!»

د ایران او پاکستان له دولتونو سره زموږ پر ځینو ملي مسایلو هم اخلافات شته. تاسو په دې باندې سیاسي او فکري مخالفتونه هم ور زیات کړئ، دا نو لکه پر اور چې تیل توی کړې. دا کار مو د وطن، ملت او ځان په تاوان دی.

ددې لپاره چې هغه مشکلات چې موږ يې نومونه یاد کړي، په یوه سرخوږي او بحران تر اوښتو مخکې طالبانو ته په کار ده چې دا لاندې کارونه وکړي، په دې سره به يې هم له ځان سره ښه کړي وي، هم له وطن، دین او ملت سره.

۱ـ د یوه ټول شموله نظام جوړول؛

۲ـ نجونو ته د تعلیم او کار اجازه، (زموږ د فرهنګ او دین په چوکاټ کې)؛

۳ـ د پاکستان، ایران او بل هر دولت مخالفان بې چون و چرا له هېواده ایستل؛

۴ـ په کور دننه د مشروعیت لپاره انتخابات منل او د ترسره کېدو لپاره يې وخت ټاکل؛

۵ـ هېواد کې سیاسي احزابو ته د فعالیت اجازه ور کول؛

۶ـ مذهبي او د بیان ازادي ته زمینه برابریول؛

۷ـ د مشر له لورې يې د واک انحصار ته خاتمه ور کول؛

۸ـ د ملت او نړۍ په مرسته د بېکارۍ، وچکالۍ، کمزوري اقتصاد او ګڼو نورو ستونزو سره مقابله کول؛

۹ـ د اساسي قانون په شمول د تېر دولت ټول قوانین تر هغو نافذبلل، چې د ملت استازي يې د برخلیک په اړه اینده نوی تصمیم نیسي؛

۱۰ـ زموږ د هېواد ګټې او زیان ته د خپل هېواد د ملي ګټو په رڼا کې کتل، نه زموږ د ملت او وطن ګټې د شرق قرباني کول او نه د غرب؛ ټول سیاست د هېواد د ګټو پر محور را څرخول، خپل هېواد، ملت او نظام د بل د ګټو لپاره نه قرباني کول.

ورته لیکنې

Back to top button